ټرمپ امريکا اخلاقي ويش ته نږدې کړې

سرليکنه ‏

دامريکا جمهور رئيس ټرمپ چې په تير ٢٠١٦د نومبر په ٩مه له انتخاباتو وروسته دقدرت ‏واک واخست دخپل انتخاپاتي کمپاين وينا( مسلمانان به امريکا راتلوته نه پريږدو) بيا تازه کړه د ‏امريکا ولس په دې خوښ شو چې د پرديوجګړوپه دوام دامريکا ځپلې اقتصاد به يوڅه ښه شي ‏بياېې وعده وکړه چې له افغانستانه په دعراق په څير پوځونه راباسو او دا ډول ډيرې وعدې چې ‏دامريکا ولس سره ېې کړې پرهغې ېې سترګې پټې کړې، په ځاېې ددې چې داوپاماپه دوره کې ‏دايران سره د داتومې پرګرام په موافقه باور زيات کړې له هغې موافقې ېې خاوره وا يستله وې ‏ويل دايران سره کړې موافقه ورته دمنلو وړ نه ده .‏
همدا ډول دفلسطين، يمن، سعودي عربستان، سورېې، سوډان، مسکو، چين، پاکستان ، ترکېې او ‏افغانستان سره د ټرمپ دپاليسۍ له امله امريکا زيات اقتصادي تاوانونه وليدل چې نور نه يواځې ‏داچې مخالفينو ېې پسې را واخسته بلکه خپلو په حکومت کې شريکو او له حکومته استعفا کړو ‏سياسي ملګرو ېې مخالفتونه پېل کړل.‏
دا مخالفتونه دټرمپ پر خلاف ځکه زيات شول چې دکړنوځواب ويلو ته وغوښتل شي( استيضاح ‏‏) شي خو هيڅ ځواب ورسره نه وي راپورونه وايي چې ټرمپ بيا استيضاح شويدې او څرګنده ‏نه ده چې ځواب ورکولو ته به ورشي او که نه غوداسې ښکاري چې استيضاح ته به دنه ‏ورتللوپلمې جوړې کړي.‏
دامريکا دسنا مجلس چې ټرمپ استيضاح کوي له هغه به دکوموکړنو پوښتنه کوي؟ ټرمپ خو له ‏د واک له لومړۍ ورځې دامريکا له قانونه سرغړونې پېل کړيدي اوس به داستيضاح پرمهال څه ‏ځواب وايي؟
ټرمپ به ددې ځواب ووايي چې امريکايي په اخلاقي ډول سره ويشلوته نږدې کړيده؟ ټرمپ به ‏ددې ځواب ووايي چې د امريکا اقتصادې ېې نورهم پسې ديوالي کړ؟ ټرمپ به ددې ځواب ووايي ‏چې امريکا ېې په نړيواله کچه د زوال سره مخ کړه او … ټرمپ به دکومې سرغړونې ځواب ‏وايي؟.‏
د سياسي مخالفينوته څنګ دامريکا يوه سندغاړي هم تيره ورځ په يوه تلويزيوني پرګرام کې ‏پرټرمپ نيوکې وکړې په ډاګه ېې وويل ټرمپ امريکا په اخلاقي ډول ويشلو ته نږډې کړيده.‏
دامريکا مشهور سندر غاړي (الک بالدوين) دامريکا په تلويزيون يوه پرګرام کې چې د (زنده ‏شب) په نوم ياديږي د ترمپ په سياسي کړنو نيوکې وکړې او اودهغه ټولې کړنې ېې دامريکا د ‏ولس پرخلاف وبللې .‏
ټرمپ ځکه امريکا اخلاقي ويش ته نږدې کړه چې يوشمير پخوانيو سياسي ملګرو ېې استعفاګانې ‏وکړې او چې کم شمير ملګرې ورسره په حکومت کې ونډه لري دوې ېې هم مخالف دي، مخالفت ‏په دې کوي چې په خپل غرور سره ېې امريکا د زوال سره مخ کړيده چې يومثال په عراق کې ‏پرايراني جنرال سليماني دوژلو امرؤ، ټرمپ بې د سناد مجلس له مشورې هوايي ځواک ته د ‏سليماني د وژلوامر ورکړې ؤ، داډول د ټرمپ مخالفين ورځ په ورځ زياتيږي چې اوس ېې ‏سندرې غاړې هم مخالفت کوي ځکه امريکا په اخلاقي ډول سره ويشلو ته ټرمپ نږدي کړيده او ‏لرې نه ده چې داقتصادي اوسياسي ويش ترڅنګ به په اخلاقي ډول هم وويشل شي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*