جان سويکو: امريکا بايد افغانستان ته نغدې پېسې ورنه کړي

په افغانستان کې دبيا ودانۍ دچارود څاراداره وايي چې هرکال په افغانستان کې دجنسي وسايلو ترڅنګ په نغدو ‏پېسو کې غلاوې شويدي چې همدې غلاوو، اداري فساد، خيالي ښوونځيو، خيالي نظامي کنډکونو اوکمېشنونود ‏افغانستان دپرمختګ مخه نيولې او طالب وسله والو ته ېې د قوت ورکولو زمينه برابره کړيده .‏

په افغانستان کې دامريکا دڅار ادارې (سيګار) راپور ورکړې چې دامريکا د سناپه مجلس کې د بهرنيو اړيکو ‏مسئول جان سويکو ويلي چې امريکا وروسته له دې نه بايد افغانستان ته نغدې پېسې ورکړي.‏
‏ جان سويکو ويلي په افغانستان کې يوشمير زورواکي دبيا رغاونې او ابادې له نغدو پېسو څخه په زور ګټه اخلي ‏څه خپلو جيبونوته وړي او په څه هغه کارونه کوي چې دوې ته ترې ګټې رسيږي چې د طالب وسله والو دقوت ‏ورکولو ترڅنګ ېې موجوده حکومتولي هم ناکامه کړيده .‏
دمخه هم سيګار په خپل راپور کې ويلي ووچې افغانستان له خوارو هېوادونو څخه يو خوار هېواد دې وګړي ېې ‏په بېکارۍ او يا په ديره کمه ګټه ژوند کوي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*