جواد ظریف : ايران د افغان سولې ملاتړ کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغان سولې له بهیر څخه  ملاتړ کړى او رسره يې  هیله ښودلې چې دا بهیر نتيجه ورکړي.

داخبرې جواد ظریف په نوي ډهلي کې د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدنه کې کړې چې ايران  له افغانستان سره اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دی.

د ملي امنیت شورا لخوا په خپاره شوي بیان کې د جواد ظریف له قوله راغلي ایران د افغانستان د سولي له پروسې ملاتړ کوي او هیله لري،‌چې دا پروسه نتیجه ورکړي

ایران پر داسې مهال د افغان سولې له بهیر څخه د ملاتړ ژمنه تازه کوي، چې روانه اوونۍ د دغه هیواد او امریکا اړیکې د یو او بل پر اهدافو د بریدونو تر کچې ورسېدلې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*