اقليمي بدلون اود پستې ځنګلونو پرېکون د پستې حاصلات کم کړي

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان او تخار کې سیمه ییزوچارواکو ويلي دي  سږ کال په دغو ولایتونو کې د پستې حاصلات ۹۵ سلنه کم شوي. درې کاله وړاندې په بدخشان کې د پستې حاصلات زر ټنه وو، خو سږ کال سل ټنو ته راښکته شوي.

همداسې په ۱۳۹۷ کال تخار کې د پستې حاصلات ۱۵۰۰ ټنه محاسبه شوي و، خو سږ کال دغه کچه یو ټن ته راښکته شوې ده.

اقلیمي بدلون او د پستې ځنګلونو کې د نارینه ډوله پسته ونو پرېکول هغه لاملونه یاد شوي، چې دغه شمېر یې کم کړی. په دغو دوو ولایتونو کې د زرګونو کورنیو اقتصاد او د ژوند لومړني ضرورتونه د پستو حاصلاتو پورې تړل شوي، خو سږ کال دغه کورنۍ ترې محرومې دي.

په بدخشان کې له اولس زره هکټاره ډېره ځنګلي ځمکه د طبیعي پستو په ونو پوښل شوې. پخوا هر کال له دغو سیمو پسته راټولېده او بازار ته وړاندې کېدله.

خو سږ کال د غرونو دغې با ارزښتې مېوې له موسم هغه کسان تش لاس راستنېږي، چې په راټولولو یې د ژوند چارې پرمخ بوولې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*