په پاکستان يخنۍ اوباران له امله ٢٧ کسان مړه شوي

د پاکستان په  کشمیر او بلوچستان کې د پرلپسې باران او واورې له امله  ۲۷ کسان مړه شوي دي.

د بلوچستان د طبیعي پېښو ادارې ويلي چې د باران له امله د چتونو لوېدو  په  پېښو کې ۱۵ کسان مړه  شوي دي.

د کلا سیف الله په مهترزی کې د سختې واورې له امله ګاډي ایسار او سلګونه خلک له ستونزو سره مخ وو، خو اوس چارواکي وايي، دا کسان یې ژغورلي دي.

د ژوب کمشنر سهیل خان پر خبره ، دغه سیمه کې تودوخه منفي ۱۳ درجې ده او له امله یې پر سړک پوره چلښت نه کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*