په قدس کې یو یهودی عالم نیول شوی

په قدس کې یو یهودی عالم له دې کبله نیول شوی، چې ۵۰ ښځې او ماشومان یې “مريي توب ته ورته وضعیت” کې ساتلي وو.

دغه یهودی عالم قدس کې د هغه استوګنځي کې نیول شوی. پر هغه تور دی چې دغه ښځې او ماشومان یې له خپلو کورنیو لیرې ساتلي وو.

اسراييلي پولیس وايي، د بند پرمهال له ښځو سره په بېلابېلو لارو تاوتریخوالی شوی او پیسې یې غلا شوې ده.

مشکوک تورن چې تر ۶۰ کلنۍ لوړ عمر لري پرې لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

دغه یهودی د قدس ښار زړه په یوه ګڼ‌مېشتي کلي کې نیول شوی چې تر ډېره په کې ارتودوکس یهودان هم اوسېدل.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*