رابرټ اوبراین: ټرمپ په افغانستان خپل سرتيري کموي

د امریکا  د ملي امنیت شورا سلاکار رابرټ اوبراین ویلي چې روان کال (۲۰۲۰) له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدل ممکن دي.

اوبراین وویل که دغه هوکړه هم ونشي ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمولو ته چمتو دی.

رابرت اوبراین د اکسیوس په نامه له یو امریکایي ویبسایټ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي هغه شرایط بېرته برابر شوي چې په اساس یې امریکا له طالبانو سره خبرې کوي.

هغه وايي که چیري د یوې معاملې له مخې وي یا پرته له معاملې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*