د يوه افغان په برخه کې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

کلي پر زور نه جوړيږي پر عدالت جوړيږي قوى ائتلاف او ملي اردو يو سلو شل تنه طالبان ووژل داخبره له پاسني خبر سره پرتله کړئ بيا وګورئ څوک وو بيا څوک شوو او چيرته روان يو ؟

ما ددغه جناب نوم په بل کتاب کې وموندل چې دغه جناب فضيلت ماب مولوى صاحب محمد يونس نوميده د زړه له کومې دعا کوم چې خداى دې پر نيکۍ را ورسوي ملي فلسفه له قواى ائتلاف سره يوځاى خپل خلک په خپل هېواد  کې وژل نه دى فلسفه له بېخه بدله ده .

ددې ټولو خبر بنياد د هاتيکو دامپراتورۍ په دولت کې ليدل کيږي د ميرويس نوم هم له هماغې زمانې دى .

ګلان دحسن به دې ډېر وي

ځولۍ ده تنګه زه به کوم کوم ټولومه

داسنادو له مخې دا خلک هاتيک او لواڼي ول او ددوى مشر هم ميروسولس و ارنولد تاين بي وروسته له ډيرو څېړنو وايي هغو چې آريايان ول ژبه ئې اندو اروپايي وه او ټولې نړۍ کې خواره شول .

حمزه شينواري هم داخبره کوله چې ټوله نړۍ کې پښتانه دي پردې پښيمانه  يم چې ولې ما ونه پوښتو چې پر کوم دليل پښتانه دي ؟

همزه بابا پر ملي فلسفې پوهېده ويل يې

پښتو مې داسلام له لا اله نه ده زد کړې

هم دې خودۍ راکړې دجنت دچمن پته

په دې خبر شه ايشيا چې بيا دې خير نشته

چيرې که دجميعت نه که افغان ووتو

ته که ښه پښتون شوې نو انسان به شې

بيا که ښه انسان شوې مسلمان به شي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*