جسټین ټروډو:ایران او امریکا دې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو ويلي د ایران او امریکا ترمنځ د کشمکش له امله د کاناډا وګړي قرباني شول، د نوموړي پر خبره کاناډا  په پوره توان هڅه کوي چې د ناندریو او تاوتریخوالي مخه ونیسي.

خو که دغه ناندرۍ نه وی، یاد کاناډایان به اوس له خپلو کورنیو سره وو. ټروډو پر ایران او امریکا غږ کړی چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. په ایران کې په اوکرایني الوتکه کې د افغانانو، ایرانیانو، اوکراینیانو تر څنګ کاناډایان هم مړه شول، چې له امله یې د کاناډا لومړي وزیر توند غبرګونونه ښودلي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*