په تهران کې لاريونونه روان دي

په  تهران کې دویمه ورځ هم د اوکراینۍ الوتکې د غورځېدو په غبرګون لاريونونه روان دي  او له حکومت یې غوښتل چې دې پېښه کې ښکېل چارواکي له دندې لرې کړي.

لاریونوالو د سپاه پاسدران او مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پرضد شعارونه ور کول.

امنیتي ځواکونو د دوی پرضد اوښلن ګاز کارولی او هوايي ډزې یې کړې دي.

داسې رپوټونه هم دي چې په ډزو کې معترضان په نښه شوي هم دي، خو چارواکي دا تور نه مني.

له دې مخکې تهران کې د څو پوهنتونونو زدکوونکو هم د دې الوتکې د غورځېدو په غبرګون کې لاريون  کړى وه.

د ایران ډېرو کارتونیستانو د بیان خپرولو سره ویلي فجر هنري جشن کې ګډون نه کوي.

له بله خوا د امریکا ولسمشر انګریزي او پارسي ژبو سره ټوېټ کې وايي  د زړورو او ستونزو کې ګېر ایراني وګړو په نوم: زه د خپل حکومت له پیلېدو راهیسې ستاسو سره ولاړ یم او زما حکومت به ستاسو سره ولاړ وي.

موږ ستاسو احتجاج په ځير څارو او ستاسو همت اغېزناک دی. نوموړی د ایران پر حکومت غږ کړی چې د تېرې لړم میاشتې په څېر مظاهره چیان ونه وژني.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*