نیکولاس کې: د سولې په اړه نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې شوې ده

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي د افغان سولې په اړه تر بل هر وخت غوره فرصتونه موجود دي.

نوموړي ویلي چې د سولې په اړه نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې شوې ده او روانې شوې هڅې تر یوې کچې پایلې ته رسېدلې دي.

نیکولاس کې همدا راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې دایمي ثبات یوازې او یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې راتللی شي او په دې باید د جګړې ښکېل لوري باور ولري.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې او سوله به جګړه د تل لپاره ختمه کړي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*