امریکا د سعودي ځينې پوځي زده کړيال وباسي

امریکا  غواړي  چې د سعودي عربستان د پوځي زده کړو شاوخوا لس زده کړيال د سخت دریځۍ سره د اړیکو او د ماشومانو د لوڅو ویدیوگانو د لیدلو په تور له امریکا څخه  وباسي.

د امریکایي مقاماتو له خوا دغه تازه اقدام وروسته له هغې کیږي چې دوی د سعودي منصبدار محمد الشمراني په اړه چې په امریکا کې په پوځي زده کړو بوخت و، پلټنې وکړې.

محمد الشمراني چې پوځي زده کړيال و او د امریکا په یوه پوځي اډه کې په زده کړو بوخت و، د ٢٠١٩ کال په دسمبر میاشت کې یې د فلوریدا ایالت په یوه درسي خونه کې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې درې تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول. دغه سعودي زده کوونکی بیا د پولیسو په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*