افغان دولت: طالبان دې اوربند وکړي

د افغانستان حکومت وايي چې اوربند د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت طرح ده او په دې بهیر کې د تاوتریخوالي کمول عملي بڼه نه لري.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي چې له اوربند څخه د افغان حکومت هدف د تیر درې ورځني اوربند په څیر د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ توافق دی.

هغه ټینګار کړی: “د تاوتریخوالي کمول کره پوځي، حقوقي معنی او عملي بڼه نه لري، له اوربند څخه زموږ هدف د هغه اوربند په څیر دی چې دوه کاله مخکې د اختر په ورځو کې وشو او ښکاره تعریف یې درلود.

د جمهوري ریاست د ویاند پر وینا د افغانستان لپاره سوله د جنګ د پای ته رسېدو په معنی ده او د سولې د خبرو په اړه هرډول طرح چې وړاندې کېږي باید وضاحت ولري.

صدیقي لیکلي: “اوربند یوه نړیواله تجربه ده، زموږ لپاره د سولې تامینېدل د جګړې د پای په معنی ده، د بیلابیل ډوله تاوتریخوالي رامنځ ته کول په جګړې پورې تړاو لري. اړتیا ده چې وړاندې شوې طرحې وضاحت ولري

خو طالبان بيا ويلي دي ، لا هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند پر غوښتنه سلا مشورې روانې دي او په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*