هېواد د عدالت سيمه او ټولنه سپېڅلې وه

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

ددغو حالاتو زور پښتنو ته لاړ اود  ملي يووالي پرته له يوې سيمې پريکړې نه راځي،  پښتنو کې نفاق ، امريکايانو ته ويل شوي وه چې ابدالي دپښتانه نرم خلک دي هغوى هم دا کار وکړ باباى ملت او کرزى يې لومړي مقام ته راوستل غير پښتنو ته دواړه پښتانه وه او له محمد نادر شاه هغوى ښه خاطره نه درلوده ځکه که امير عبدالرحمن هزاره ګان ټکولي وه، نادر خان شمالي او دابرهيم دسردار شاه محمود خان په شمالي ولاياتو کې که څه هم همدغې کورنۍ پکتيا ، کونړونه ، کټواز او قندهار دپادشاهۍ په دروې کې وهلي وه

دهغوى مطالبه يې نه منله پادشاهي وه نادر شاه خان غازي ، محصل استقلال او دشورا پوهنتون جوړوونکى باله او دسقو دځوى شړل هرڅه ده ته منسوب ول دهېواد تاريخ ته پاملرنه نه کيدله

هر څه وروسته له امير دوست خان نه حسابيداى شي حقيقي تاريخ هم پټ پاتې و يوه ملي دوره رانه غله سمدلاسه کمونستان راغلل بيا شپږ وزره بلا چې ټولې پوهاند حبيبي شميرلې عقدې دوى سره وي

مونږ هغه مهال ونه موند چې دميرويس نيکه او داحمد شاه بابا افغانستان جوړ شي او دا ارمان پاتې دى هغوى چې نيست افغانستان يې وروسته له غوري امپراتورۍ هست کړ .

ميرويس نيکه هندوستان ، ماورالنهر ، ايران ، ترکيه ، عربستان په خپله وکتل او پر حالاتو يې ځان خبر کړ

دافغانستان له ټولو قومونو سره يې اړيکې ټينګې کړې دوى ته يې وويل څوک چې دعدالت پرخواوي هغوى دي له ظالمانو ځان ليرې کړي

دا ثابته ده چې اعليحضرت شاه محمود هوتک سره ډير پوځ نه و دعدالت رپي بيرغ لاندې بلوڅ ، عرب ، ترکمن ، قزلباش ، ازبک ، تاجک راټول شول

په دوي کې زبردست دشيراز والى او زاهد عليخان غوندې سپه سالاران او جعفر خان سيستاني ټوله فلسفه عدالت و قوم عادل هېواد د عدالت سيمه او ټولنه سپېڅلې وه په ايران کې هالنديانو ، پرتکاليانو ، فرانسويانو ، انګليسانو تجارتي مرکزونه درلودل

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*