
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ويلي دي ، په دې باور دی، چې د امریکا او ایران ترمنځ روانه شخړه به د افغانستان د لانجې د سوله ییز هواري لپاره د طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو ته زیان ونه رسوي.
قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند ویلي انکشافات به د سولې په بهیر منفي اغیز ونه لري ځکه، چې د سولې هوکړه لیک ( امریکا او طالبانو ترمنځ) نهايي شوی او یوازې (دواړو لورو له خوا) لاسلیک کول یې پاتې دي
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې د امریکايي مرکچیانو سره د دغې ډلې د مرکچیانو د تیر یو کال خبرو، ١٨ کلن مخالفان د سولې هوکړې لاسلیک ته نږدې کړي دي.
سهیل شاهین د امریکا او ایران ترمنځ د روانې شخړې څخه د افغانستان د سولې د بهیرته د زیان د رسیدلو په باب اندیښنې بې ځایه بللي دي.
سهیل شاهین زياته کړې ، چې د امریکا او د طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ د دې له امله شوی، چې امریکا او طالبانو په دې موافق وو، چې د افغانستان لانجه یوازې د سیاسي لارې هواریدلی شي.
Leave a Reply