د کوټې ښار سټیلایټ ټاون سیمه کې چاودنه شوې

د کوټې ښار سټیلایټ ټاون سیمه کې د تيرماښام  د ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه شوى چې له امله يې  ١٤  کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.په وژل شویو کسانو کې د ځايي پولیسو یو افسر (ډپټي سپرنډنټ اف پولیس یا ډي ایس پي) امان الله هم شامل دی.

نوموړي په سریاب روډ په پولیسو روزنیز مرکز کې دنده درلوده. له دې پېښې یوه میاشت مخکې په سریاب روډ سیمه کې د نوموړي یو ځوان زوی نجیب الله په هدفي وژنه کې په نښه شوی و.

د سیمې پولیس ويلي ، چاودنه د سیمې د  الشرعیه دارالعلوم په جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال شوې. عیني شاهدان وايي، چاودنه د لمانځه دویم رکعت ادا کېدو پر مهال وشوه.

عیني شاهدان وايي، له چاودنې وروسته په جومات کې توره تیاره شوه. د پېښې ټپیان ځايي ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

روغتون ویاند وايي، دوی ته ۱۴ مړي او ۲۱ ټپیان وروړل شوي دي. د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت خواشینونکی بلل کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په مدرسه کې د چاودنې هدف پولیس افسر امان الله و او که کوم بل هدف یې درلود. پولیس وايي، د پېښې په اړه معلومات راټولوي

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*