په کابل کې دغلا پېښې ډيرې شوى

په کابل کې له څه مودې راهیسې غلاګانې یوځل بیا زیاتې شويدی او په تیرو څو ورځو کې یوشیمر ځوانان چې دخپلو ځانونو او مال دفاع ېې کوله غلو ويشتلي او ژوند ېې له لاسه ورکړیدی.
په کابل کې دنورو نا امنیو ترڅنګ غله په وسلو سمبال او لوکسو موټرو کې ګرځي دښاریانو ژوند ېې تریخ کړیدی، پر کورونو ورننوځي ، په لارو کې ترې نغدې پیسې اوګرځنده مبایلونه اخلي او ځنې کورونو ته د مالکانو په نومونو ورځی اوکرایه ترې اخلي چې په وار وار دکابل ښاریانو امنیتی او لوړپوړو چارواکوته خپل شکایتونه رسولي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*