دامریکا او ایران پټې خبرې

سرلیکنه
ټولې نړۍ دا اندیښنه لرله چې د جنرال سلیمانی له وژنې وروسته ایران په عراق کې په کومو نظامی هدفونو بریدونه وکړل امریکا به دایران اتومي تاسیسات له منځ وړی او یابه پرایران دعراق په څیر دشپې په درې بجو خپل په میزایلو سمبال هوايي ځواک ورته پورته کوي.
دسلمیاني دغچ اخستلو وروسته دامریکا دبرید احتمال وخت په وخت زیاتیده خو امریکا یواځې په مطبوعاتوخپله غصه څرګنده وله نړۍ ته ېې دا ښووله چې له ایرانه به غچ اخلي خو کله چې په ملګرو ملتونو کې دایران دايمې استاذې دملګرو ملتونو امنیت شورا ته دایران سره دخبرو دکولو لیک واستاوه د امریکا په غړمبیدو شکونه پیداشول چې څرنګه ېې دایران د برید به مقابل کې دخبرو لار ونیوله .
دایران پرخلاف دامریکا دنرم دریځ څخه د وال اسټریټ ژورنال پرده پورته کړه وېې لیکل چې د قاسم سلیماني تر وژلو وروسته چې ایران ېې غچ واخست امریکا یی چارواکو په ډیر مرموزه یانې پټه توګه دایراني چارواکو سره په سویس کې دخپل سفارت له لیارې خبرې پېل کړی.
زیات شمیر شنوونکو دامریکا په دریځ نیوکې کولې چې څرنګه او دکوم غرض لپاره ېې دایران په مقابل کې خوله چوپه کړیده خوچې په سویس کې دامریکا دسفارت له لیارې دامریکایی اوایراني چاروکو له خبرو پرده پورته شوه د امریکا لخوا دایران په مقابل کې له نرمښت راز څرگندشو.
امریکا چې دایراني چارواکو سره د سویس دسفارت له لیارې خبرې کړیدی دا راپه ګوته کوي چې امریکا د ایران په مقابل کې یا خو دوخت په نزاکت دریځ نرم کړ یاېې په کرمان کې د سلیماني د جناې په مراسمو کې دایران د ولس احساسات ولیدل چې دامریکا په مقابل کې ېې په کومه اندازه کرکه څرګنده کړه چې له امریکا به په هرډول غچ اخلي.
د سلیماني له وژلو سره جوخت امریکا قصد لاره چې یوبل ایرانی جنرال او د سپاه پا سداران مخکښ عبدالرضا شهلایی هم ووژنی او هم په یمن کې یې دسپاه پاسداران یوبل جنرال چې نوم ېې نه دې یاد کړل شوې پرې بریدونه وکړي خو دسلیماني غچ چې ایران واخست امریکا خپله اراده بدله کړه او لامل ېې داؤ چې د په سویس کې دامریکا دسفارت دلیارې ېې دا یراني چارواکو سره پټې خبرې کړي وې .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*