د شکایتونو کمېسیون: د ۲۰ ولایتونو رایې بیا شمېرل کېږي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي ويلي دي  چې له ۲۰ ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رایې بيا له سره شمېرل کیږي او ښایي د محلونو شمېر له دې هم زیات شي. وړاندې ددغه کمېسیون یوه ویاند محمد رضا فیاض ویلي چې دا هغه محلونه دي چې پکې بایومټریک دستګاوې ورکې شوي، یا ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رایو کې توپیر ډېر دی. د فیاض په وینا تر راتلونکې دوشنبې پورې به چې د شکایتونو د څېړنې پروسه په سلو کې نږدې ۹۵ بشپړیږي، نورمحلونه هم ښایي د بیا شمېرلو لپاره په نښه شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*