د امریکا ولسي جرګې د ایران پر خلاف د جګړې لپاره د ټرمپ واک کم کړ

د امریکا ولسي جرګې د ایران خلاف د جګړې لپاره د امريکا د ولسمشر د واک کمولو یا محدودولو پرېکړه لیک ومانه

په ولسي جرګه کې- چې د ډیموکراټانو اکثریت په کې دی-دې پرېکړه لیک ته ۲۲۴ مثبې او ۱۹۴ منفي رایې ور کړل شوې.

خو دا چې مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو یا د ولسمشر ټرمپ د ګوند اکثریت دی، دا پرېکړه لیک به له ستونزو سره مخ شي.

د دې پرېکړه لیک موخه دا ده چې د ایران سره د هر ډول کړکېچ په حالت کې باید ولسي جرګه د پوځي ځواب ور کولو منظوري وکړي.

خو تراوسه امریکا او ایران د نورو پوځي هڅو د کولو په هکله څه نه دي ویلي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*