ټرمپ په خپله لومه کې ګېردى

سرليکنه ‏

دامريکا ښکرور مشر ټرمپ چې دجمهوري رياست انتخاپاتو د کمپاين پرمهال ېې امريکايان ‏دځان په لور په دې راجلبول چې مسلمانانو ته به هيڅ ډول اجازه نه ورکوي چې امريکا ته ‏راشي او پرتاسې اقتصادي ستونزې زياتې کړي دا د مسلمانانو سره دټرمپ د کمپاين ويناوه او ‏ترد وروسته ېې چې بيت المقدس ته دخپل سفارت اراده وکړه هغه ېې هم اسرائيلو ته يوډول ‏مشروعيت ورکول وو چې په فلسطين کې شيطاني ځالې زياتې کړي يا نې اسرايلي پوځونه په ‏بيت المقدس کې نورپوځي بارکونه هم جوړکړي.‏
دايران سره امريکا دمخه چې د بش، اواو باما دوره وه د اتومي قووت پر سر ېې ډغرې روانې ‏وي خو کله چې ټرمپ واک ته ورسيد د ايران سره ېې ښکرې اړمې کړې او داتومي وسلو په ‏اړه له کړې معاعدې سرغړونه وکړه چې پرايران ېې د بريد زمينه سازې پېل کړه.‏
دمسلمانانو سره د ټرمپ بله د ښمني دا ثابته شوه چې په ترکيه کې ېې دفتح الله ګولن په وسيله ‏کودتا وکړه خو د ترکي ولس ناکامه کړه له هغې ورڅې چې په ترکيه کې دګولن کودتا ناکامه ‏شوې پرټرمپ خوب حرام شويدى بيا په دې فکر کې شو چې څرنګه په افغانستان کې د جګړې ‏د دوام لپاره زمينه سازي وکړي او څرنګه پر ايران بريدونوته لاره برابره کړي چې تيره ورڅ ‏ېې پر ايراني جنرال سليماني بريد وکړ او وې واژه
ټر مپ په دې ښه پوهيده چې ايران به د سليماني په بدل کې له امريکا غچ اخلي اوبيا به جګړه ‏اونخلي اوس ټرمپ په خپله لومه کې په دې ګيردې چې امريکايي ولس د ټرمپ له جګړه ييزې ‏پاليسۍ مخالف دى ، دکنګرې رئيسې نانسي پلوسي ويلي چې نن ورڅ د امريکا کنګره رايه ‏ورکوي څو د ايران په اړه د ټرمپ صلاحيتونه محدود کړي ، په ننېو رايو کې به د ايران ‏اونړيوالې پاليسۍ په اړه د ټرمپ صلاحيتونه څرګند شي، که ټرمپ په يوڅوملګرو څو راېې ‏واخلي هغه دامريکايي ولس نيماينده ګي نه شي کولاى لکه د فلسطين په اړه چې په نړيواله ‏رايه ګيرۍ کې وشيرميده همداسې به ېې دايران په اړه هم ښکرورتوب ثاپت شي.‏
ټرمپ چې په سوريه کې د بشارالاسد دمخالفو وسله والو داعش، په عراق او افغانستان جګړه ‏کې ځومره مالي تاوانونه وکړل امريکايي ولس دغه مالي پيټېى نور په خپلو اوږو نه شي ‏وړاى.‏
داخودټرمپ ښکرورتوب دې چې په عراق او افغانستان کې سره دناکامۍ ېې اينډه نيولې اوخپل ‏پوڅونه ترې نه باسي، ټرمپ دامريکا سنا مجلس ته د سردار سلماني په وژلو ډير توضيحات ‏ورکړل خو دمجلس غړي په ځانګړې توګه جمهوري غوښتنکې ېې قانع نه کړاى شول څکه ‏نانسي پلوسي وايي چې د ټرمپ د صلاحيتونو په اړه به دکنګرې رايه اخلي .‏
ټرمپ چې تيره ورڅ ېې دسلماني د وژلو په اړه توضيحات ورکول سناتور مايک لي له غونډې ‏وروسته په خصه ناکه لهجه خبرنګارانوته وويل چې په خپله (٩) کلنه دوره کې چې په سناکې ‏دنده لري دا رنګه بې ډرته توضيح ېې نه ده ليدلې، ټرمپ اوس دجمهوري غوښتونکو علاوه د ‏ټول امريکايي ولس د مخالفت اوپښتنو سره مخ دې چې څرنګه ېې دعراق او افغانستان ترڅنګ ‏پرايران د جګړې لپاره زمينه برابره کړه او امريکا په يوبل اقتصادي ډنډ کې راګيروي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*