عثمان کاکړ:افغان کډوال باید په زوره ويستلو ته اړ نه کړاى شي

د پاکستان دمشرانو جرگې  ملتپال غړي عثمان خان کاکړ ویلي، په پاکستان  کې اوسمهال ۲۸ لکه افغان کډوال پراته دي چې دوی یې په زوره د نه ستنولو پریکړه کړې ده.

عثمان خان کاکړ وايي ، چې د ده په مشرۍ جوړې شوې کمېټې ته د پاکستان د کډوالو ادارې کمېشنر سلیم خان وړاندیز کړی چې افغان کډوال باید په زوره له پاکستان څخه ستنېدلو ته اړ نه کړاي  شي او دا خبره دوی هم ورسره منلې ده.

د پاکستان د کډوالو ادارې کمېشنر سلیم خان وايي ، دا مهال ۲۸ لکه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي چې هره کورنۍ یې نږدې اووه غړي لري او ۷۴ سلنه افغان کډوال په پاکستان کې زېږېدلي دي: (( په ۲۸ لکه افغان کډوالو کې یې ۱ میلیون او ۴ سوه زره راجستر شوي دي او نیمايي نور بیا بې اسنادو کډوال دي، چې ۳۲ سلنه یې په کمپونو او ۶۸ سلنه نور یې له کمپونو بهر په ښارونو او نورو سیمو کې ژوند کوي.))

د پاکستان د کډوالو اداره کې د افغان کډوالو د تنظیم لپاره کمېشنر سلیم خان وايي، ۵۸ سلنه افغانان په خیبرپښتونخوا، ۲۳ سلنه یې په بلوچستان، ۱۱ سلنه په پنجاب او ۴ نیم سلنه یې په سند کې خو ۲ نیم سلنه یې په اسلام اباد کې پراته دي.

د افغان کډوالو لپاره د عثمان خان په مشرۍ د پاکستان دمشرانو جرګې د کمېسیون په دغه ناسته کې سناتور مومن خان اپریدي ټینګار کړی چې د هغو افغانانو په شمېر دې هم غور وشي چې په پاکستان کې يې ودونه کړي دي.

په ناسته کې عثمان خان کاکړ بیا نیوکه کړې چې په پاکستان کې د هندي او چینايي وګړو تر څنګ د ۱۵ هېوادونو خلکو ته تابعیت ورکول کېږي خو افغان کډوالو ته بیا دا هیواد تابعیت نه ورکوي.

عثمان خان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې افغان کډوال په زوره خپل هیواد ته ستانه نه کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*