د شکایاتو کمیسیون : ۹۰ سلنه چارې مو بشپړې شوې

د شکایاتوکمیسیون ویاند او غړی قاسم الیاسي ويلي دي  دوی د شکایتونو د څېړنو ۹۰ سلنه چارې مخ ته وړې دي او تر راتلونکې دوشنبې به یې ټول کارونه بشپړ شي.

دده په خبره په ځینو سیمو کې د ځينو محلونو رایې بیا شمېرنې ته تللې دي او دوی هڅه کوي په شکایتونو کې شته ټولې پوښتنې ځواب کړي.

بلخوا دغه کمیسیون شکایت کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ورسره د شکایتونو په څېړلو او ځينو مهمو مواردو کې همکاري نه کوي. الیاسي وایي دوی اړ دي چې د معلوماتو مرکزي بانک ته لاسرسی ولري خو کمیسیون تر دې دمه همکاري نه ده ورسره کړې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*