د راز او نياز تصوف

د  تصوف پيژندنه

ليک : س ، سيرت

١٠ برخه

دتصوف په اړه بيلا بيل نظريات شته چې هر يو نظر يې سره يووالى لري ځکه ټولې طريقې په شرعي نظام داسلام څخه سرچينه اخلي او ټولو خلفاء په خپل نظر سره دتصوف تاکيد کړيدى چې له همدې ليارى يوه عبادت کوونکى دمعرفت او قربت مقام ته رسيدلې شي په دې مقام کې تر ټولو لومړى دزړه تصفيه او د نفس تزکيه لازمي ده

که دا دواړه موجود نه وي په يوه طريقه کې خپل منزل ته درسيدو لار نشى موندلاې

دتصوف دلارې پيروان په دې عقيده دي چې داصحابو کرامو سره يوه ځانګړې ډله به په مسجد نبوي کې دعبادت او ذکر لپاره کښيناستله هغه ځاى ته به ئې صوفه ويل  نو دهغه وخت راهسې هغه ځانګړى ډله به اصحابو صوفه ياده کړل شوي دي يو نظر دا هم دى چې صوفه ديونان د (صوفيا) نه اخستل شوې ده يونان چې دحکمت ستر مرکز ؤ اسلامي تصوف هم ديونان څخه نورې نړۍ ته خپور شوى دى  چې په يونان کې ورته اسلامي تصوف وايي دې صوفيانو په وريښمن لباس اغوست چې ديونان په تاريخ کې اسلامي تصوف د افلاطون له دورې او وخت څخه شهرت موندلى دى

ابو سعيد الحراز وايي صوفي ته ځکه صوفي وايي چې دالله پاک زيات ذکر کوي او په ذکر سره يې زړه صفا کيږي چې په دې حساب کوم بنده دالله تعالى زيات ذکر وکړى په مکمل ډول ئې زړه صفا کيږي ظاهر او باطن ئې صفا شي لباس يې وريښمين وي او دالله پاک په ذکر يې زړه صفاوي بيا دغه ډول ذاکرينو ته صوفيان ويل کيږي .

ټولو فقهاؤ منلې ده چې کله يو عبادت کوونکى دالله پاک په اسمانى کتاب ( قرانکريم) خپل پوخ ايمان باور ولري له قرانکريم وروسته په محمدي سنتو عمل وکړي په خپل ژوند کې په هر اړخيزه توګه که حرامو ځان وساتي او حلال رزق خوراک وګرځوي له وړو او سترو ګناهونو په بشپړ توګه ځان وساتي دخپل کورنۍ ، دوستانو ، خپلوانو ، ګاونډيانو او دالله پاک بندګانو سره دخپل وس مطابق دمرستو اراده ولري څوک ئې په لاس او ژبې  ازار نشي

هر چاته په خپل حق  قانع ووسي او که کله ترې څه ګناه سهواً وشي دچا زړه ترې خفه شي له هغه بخښنه وغواړي

او دالله په دربار کې دتل لپاره توبه کوونکى ؤ اوسي داسې بنده ته صفوي هم ويل کيږي يا که په لنډه توګه ووايو کوم بنده چې دزړه په تصفيه او د نفس په تزکيه دتل لپاره دالله پاک ذکر کوي له ګناهونو ځان ساتي او دپرهيزګارۍ ژوند غوره کړي وي  نيک بنده ته صوفي ويل کيږي .

داسلامي علومو ټول مفسريين په دې نظر دي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند کې تصوف موجود ؤ خو دنورو ديني علومو په څير په تصوف نومول شوى نه ؤ حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لارښوونې تصوف دى او هم هغه ځانګړنې چې دمخه دصوفي لپاره يادي کړل شوي  په چا کې چې ياد کړل شوي صفات موجود وي دا صفات هغه دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم لارښوونه ده چې داسلام له لارې پيروانو ته ئې کړي  او مونږ ئې تر نن ورځې پورې پر ځانونو عملي کوو .

دستر ديني او منل شوى اسلامي مرکز ديوبند دارالعلوم لومړى مفتي مولانا عزيزالرحمن په خپل کتاب فتاوى دارالعلوم ديوبند کى ليکي

دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم وروسته تر ١٣٠ پورې فقهاو او مفسرينو مونږ ته دنورو صحابه کرامو ترڅنګ ډير څه پريښي دي او ددې کسانو څخه مونږ ٨ تنو يادونه کوو چې هغه حضرت عمر بن الخطاب ، حضرت على بن ابي طالب ، حضرت عبدالله بن سعود ، اموالمومنين حضرت اجمعين دي چې دحضور صلى الله عليه وسلم ټولې لارښوونې ئې مونږ ته په کامله توګه را رسولي دي

ددې ټولو يادو مبارکو اشخاصو چې له حضور صلى الله عليه وسلم څخه روايات کوي دپرهيزګارۍ او دالله د ذکر يادونه په وار ورا کوي او هغه څوک چې دالله پاک ريښتني عبادت کوونکي وي، دالله پاک ذکر کوي او د پرهيزګارۍ لارئې نيولي وي هغه ته په هره مانا صوفي ويل کيږي ځکه خو مونږ وايو چې دراز او نياز تصوف لوړ مقام ته په همدې صفاتو يو انسان رسيدلى شي . دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم له وفات وروسته چې صحابه کرامو په  خپله  قربانۍ زياتو ملکونو ته داسلام رڼا رسولې وه ، په هغه ملکونو کې په ژوند کولو کې يو څه ستونزې وي چې اسلامي لارښوونو ته ئې دقران او سنت په اصولو او قوانينو سره اړتيا درلوده او دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم په ژوند کې هم ټول مسايل په اسلامي فقه حل کيدل خو داسلامي فقى نوم نه وو ورکړل شوى هغه چا چې اسلامي نړۍ  ته يې دا ستر خدمت وکړ هغه حضرت امام ابوحنيفه رح حضرت امام شافعي ، حضرت امام مالک  او حضرت امام احمد بن حنبل رحمه الله وو چې داسلامي فقې  سره سره يې نور اسلامي علوم چې دمخه ئې هم يادونه شوى ١٦ علوم دي په هغې ١٦ علومو کې يو علم التصوف دى چې دپيغمبر اکرم صلى الله عليه وسلم په وخت کې موجود خو دنورو علومو په څير په تصوف نه ؤ نومول شوى چې وروسته داسلامي  شريعت برابر عبادت کوونکى لپاره دتصوف ځانګړې لاره غوره کړل شوه  او دالله معرفت او قربت په موخه دراز نياز تصوف لومړ مقام ترلاسه کولو وهڅې پيل شوي .

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*