ډونلډ ټرمپ ايران ته پر٥٢ موخو د بريد گواښ وکړ ‏

امریکا ولسمشر وروسته تر هغه ايران ته  د برید ګواښ وکړ، چې ایران په عراق کې د امریکايي بنسټونو په نښه کولو ګواښ وکړ او د سلیماني د وژلو د غچ اخیستو اخطارونه یې ورکړل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که ایران د امریکا پر ځواکونو او یا امریکايي بنسټونو برید وکړي، امریکا به د ایران د ننه ۵۲ هدفونه په نښه کړي.نوموړي دا څرګندونې پر ټوېټر کړې او په بغداد کې یې د ایران د پوځي قومندان قاسم سلیماني د وژلو د پرېکړې دفاع کړې ده:۵۲ شمېره هغه عدد امریکایان وو چې په ۱۹۷۹ کال په تهران کې د امریکا سفارت کې برمته شوي وو
دی وايي:  ځینې دغه ځایونه ایران او د ایران کلتور ته ډېر اهمیت لري. دا ځایونه په نښه کېدای شياو ایران به د چټکو او قوي بریدونو شاهد وي. امریکا نور ګواښ نه غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستو ګواښ کړی، امریکا وايي قاسم سلیماني د نړۍ لوی ترهګر و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*