په کابل د يوې کورنۍ ٥ غړي وژل شوي

دخبرونو له مخې ويل کيږي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه په خیر خانه کې د عملیاتو پر مهال د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.

په دغه عملیاتو کې یو پخوانی جهادي قومندان آمر ستار د هغه یو زوی او درې کسا نور وژل شوي دي.

د نوموړي د کورنۍ غړي وایي چې امنیتي ځواکونو ددوی پر کور د برید پر مهال سخت وحشت کړی دی او د کورنۍ دوه غړي یې له ځان سره بېولي هم دي.

د آمر ستار زوی وایي چې پلار یې اوس سوداګري لرله او بې ګناه و. آمر ستار د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د دولت ساز ټیم ملاتړی و. ملي امنیت تر اوسه ددغه پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*