طالبانو وښودله چې جګړه کوي ‏

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

اروپايانو هڅه وکړه چې لويديځ ته يو انساني رنګ ورکړى خو له ‏‏٢٠٠١ هـ کال وروسته ا مريکا دبش په مشرۍ داروپا او امريکا ‏انسانيت صفر ته ورسولو چې په دې کې ددوى خپل لاس و . ‏
پښتنو ته دافغانستان ځينې خلک دنادر شاه او ظاهر شاه په ‏خاطر قهرجن ول خو په پاى کې پښتانه وټکيدل او ظاهر شاه ‏‎ ‎په ‏ارګ کې دى دوستم او شوراى نظار يې په مخکې منډې وهې او ‏پښتنو ته يې دتروريزم مډال ورکړ دحق او باطل روغه نه راځي نه ‏پيسو کار وکړ نه بي ٥٢ قتل عام روان دى او د بشريت څېره له ‏انساني صورته اوړي . ‏
په امريکې کې دجګړې دبندولو څوک نشته دا چې دامريکې ‏نظامې قومانداني په بګرام کې دجګړې خبرونه ورکوي کرزي هم ‏وويل شپږ سوه خلک وژل شوي هغه طالبان افغانان وبلل او ملا ‏محمد عمر يې ډارن وباله . ‏
هرڅوک به خپل قضاوت کوي تاريخ دې ته لويه نړيواله درېيمه ‏جګړه وايي
‏ که ديوه هېواد پوځ راغلى واى هغه بيله وه . دکمونستي روسيې ‏سوسيالستي بلاک جګړه وه هغې جګړې يو تعبير درلود او دا ‏اوسنۍ جګړه بل تعبير لري دا درييمه عمومي جګړه ده . ‏
دامريکې خلک هڅه کوي چې دکانګرس په ټاکنو کې چې ددغه ‏کال په نوامبر کې ترسره کيږي لومړى ګام واخلي ځکه امريکې ‏کې بله لاره نشته له کودتا يا جګړه انقلاب ، سرطان ، ثور . ‏
په افغانستان کې جمهور رئيس لويې جرګې او ولسي جرګې ‏ځکه څه ونشو کولاى چې دظالم او عادل ترمينځ توپير نه و دپاکو ‏درې نيم زره کاله دمخه ويلي وه ‏
‏. هرچېرې چې ظالم او عادل ته په يوه سترګه وکتل شي هغه ځاى ‏ورانيږي .‏
‏ دا خبره چوره دخلکو هيره وه او دا چې دوستم او نور تښتيدلي ‏جنګ سالاران ، بګيل مړزان يې روان کړل هوښياران پوه شول ‏چې دا وړۍ به شړۍ نه شي
‏ لکه څنګه چې کمونستي وشرميده ديموکراسي هم هماغسې ‏شوه ځکه په غلطۍ کې بله غلطي وشوه او کار ناسمو خلکو ته په ‏لاس ورکړل شو ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*