ايران د يورانيمو دغني کېدا له تړون څخه د وتلو اعلان وکړو

د ايران کابينې ويلي دي  له دې ورسته د يورانيمو پخولو کې د محدوديت په اړه خپلې کړې ژمنې نه مراعتوي.

دا په واقعيت کې پر٢٠١٥ کال له شوي نړيوال اتومي تړون د تهران لاس اخيستل دي.

د ايران دغه گام د امريکا له خوا عراق کې د ايراني جنرال قاسم سليماني تروژل کېدا وروسته دی چې ور سره د تهران او واشنگټن اړيکي لا ترينگلي شول.

په تهران کې کابینې تر یوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې د ایران حکومت پنځم او وروستي ګام سره له ټولو هغو ژمنو تېرېږي چې له شپږو قدرتونو سره یې د اټومي تړون پر مهال کړې وې.

پر دې بنسټ له دې وروسته ایران “د یورانیم بډایولو، د سلنې له مخې بډایولو، د بډایه شویو موادو کچې، څېړنې او پراختیا” په ګډون په یوه برخه کې هم له کوم محدودیت سره مخ نه دی او “د سانتریفیوجونو د شمېر محدودیت” هم ډډې ته کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*