د روغتیا نړیوال بنسټ:گڼو ولایتونو کې روغتیایي مرکزونه معیاري خدمتونه نه لري

په افغانستان کې یوازې ۱۴ سلنه روغتیایي مرکزونه خلکو ته اساسي روغتیايي خدمتونه  وړاندې کولای شي.

په هیواد کې د روغتیایي خدمتو نو په تړاو د عامې روغتیا او یوه نړیوال بنسټ له لوري د ترسره شوې سروې پایلې ښيي، چې په ډیرو ولایتونو کې روغتیایي مرکزونه اړین او معیاري خدمات نه لري او ناروغان له جدي ستونزوسره مخ دي. د دې سروې پر اساس، یوازې ۱۴ سلنه خلکو ته په هیواد کې اساسي روغتیایي خدمتونه  وړاندې کیږي.

عامې روغتیا وزارت وایی، دغه سروې له دوی سره مرسته کوي چې وکولای شي ستونزې او ننګونې په نښه او راتلونکی کال یې د حل لپاره اساسي اقدام وکړي. چارواکي وایي، سږ کال د نورو کلونو په پرتله تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې او یوازې په تېرو دوه اونیو کې د دې ناروغیو له امله د۱۷ کسانو مړینه تایید شوې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*