رښتنې مينه او فروه بن عمرو

ليک : س ، سيرت

څلورمه برخه

درښتنې مينې اثبات چې څومره داسلام په مبارک دين کې مسلمانانو ورکړې دومره په نورو مذاهبو او اديانو کې نشته که دنورو اديانو پلويان او پيروان خپلو اديانو ته د وفادارۍ يادونه کوي هغه هم بيا په ناکامۍ تماميږي يواځې داسلام مقدس دين دى چې پلويان او پيروانو کې ورسره رښتنې مينه ثابته کړيده . دنورو اديانو دپيروانو زړونه که هرڅو ئې ريښتنې ياد کړي توروي او دتورو زړونو دخاوندانو په کړنو هيڅ وخت باور نه شي کيداى

دحج فريضه او بيت الله ته دطوف لپاره ورتللو ته يواځې مسلمانانو ته اجازت شته نورو ټولو مشرکانو ته دکعبې دوتلو لاره بنده ده ددې اصلى لامل دادى چې کفار دپخوا نه په اکثريت کې وو او اکثر کفار که کعبې شريفې ته  داخل شي نو د مذهب علاوه په دنياوي روزګار کې هم مسلمانانو ته تاوان رسوي او هم به کفار دکعبې شريفې ډول ډول سپکاوي کوي

يو شمير داوس وخت اسلامي هېوادونو مشرانو چې دکفري هېوادونو سره ددوستۍ سرونه خوزولي سر له اوسه په تاوان کې دي کفار نه غواړي اسلامي نړۍ او مسلمانان قوت ومومي څه وخت چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دحدېيبې دتړون وروسته داسلام مقدس دين ته دعوت کاوه نورو هېوادونو ته به ئې داسلام مبارک دين دعوت لپاره خطونه ليږل

حضور اکرم صلى الله عليه وسلم يو خط دشام شمال نوري قبايلو ته چې درومي سلطنت تر اثر لاندې عيسويان وو يو خط وليږه دا خط يو مسلمان پلاوي چې داسلام دعوت يې کاوه دى قبايلو ته ور ووړ دشام عيسويانو دمسلمانانو څخه ١٥ تنه ووژل خو دپلاوى مشر کعب بن عميرغفاري ترې سلامت راستون شو دې ورځو حضور کريم صلى الله عليه وسلم دبصرى مشر شرجيل بن عمرو په نوم حارث بن عمير په لاس هم دعوت ليک وليږه هغه هم ووژل شو .

په دې کال کې چې دهجرت اتم کال ؤ کفارو پر مسلمانانو بريدونه کول حضور صلى الله عليه وسلم ٣٠٠٠ مجاهدين شام ته وليږل چې مسلمانان په شام کې دسکون سا واخلي خو شرجيل بن عمرو ئې په مقابل کې ديو ليک پوځ تيارى ونيوه

په شام سرحدى قبايلو کې حيرانوونکې خبر خپور شو چې ٣٠٠٠ مسلمانان دشرجيل يو ليک پوځ مقابلې ته راوتلي دي دمسلمانانو او کفارو ترمنځ دموتى پر محاذ جګړه پېښه شوه جګړه چې مسلمانانو مجاهدينو وګټله په ټول شام کې مسلمانانو دکفارو له ظلمونو دسکون سا واخيسته يواځي شامي قبايلو نه بلکه نږدى دعراق نجدي قبايلو هم ايمان  راوړ او مسلمانان شول په دې  وخت کې دروم دسلطنت دجګړې يو سر لښکر (فروه بن عمرو) نه يواځې دا چې دمسلمانانو سره يې له جګړې لاس واخيست مسلمان شو بلکه داسلام دمجاهدينو مرسته يې هم پيل کړه پدې وخت کې درومي سلطنت لښکرې چې دکفر په پلوۍ دمسلمانانو په مقابل کې جنګيدل او نورو مسلمانانو شوو لښکرو ترمنځ فاصله نه وه پيدا شوي قيصر روم په يوه پلمه نوى مسلمان شوى سرلښکر فروه بن عمرو ونيو او خپل دربار ته ئې راووست . قيصر روم فروه بن عمر ته وويل دوه لارې دې يا له اسلام انکار وکړه او يا مرګ قبول کړه که دسلامه دى انکار وکړ نه يواځې دا چې وبه نه وژل شي بيا به دروم دلښکر سر مشر پاتې شي او که داسلام انکار ونه کړى دادى دژوند اخرۍ ورځ ده لږ وخت يې ورته ورکړ چې دخپل برخليک پريکړه وکړي

فروه بن عمرو چې داسلام مقدس دين يې په ريښتنې توګه قبول کړى ؤ

دقيصر روم په سلطنت کې يې سره د ټولوامتيازاتو بيا بيا دحق کلمه وويله وى ويل خوښ يم چې وروستى ژوند مې په اسلام او په داسې حال کې مې سا وخيژي چې ريښتنې دنيا ته په ريښتنې مينه مسلمان ولاړ شم

قيصر روم يې دشهادت امر ورکړ او شهيد يې کړ .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*