د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو بهیر پیل شوى

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند مرستیالې زرمینه حجقو کاکړ ويلي دي په ټول افغانستان کې د ثبت شوو ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو بهیر پیل شوى دى

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون  د ویاند مرستیالې زرمینه حجقو کاکړ وياته کړې  له کمېسیون سره ثبت شوي ټول۱۶۵۰۰ شکایتونه پر کټګوریو باندې وېشل شوي دي.

اغلې حقجو کاکړ وايي د شکایتونو تر ثبتولو وروسته موږ د تصنیف بندۍ مرحله پیلوله، خو د دې له امله چې ۷۶سلنه شکایتونه په مرکزي کمېسیون کې ثبت شوي و، ډېر وخت د یادو شکایتونو سکن کولو ونیوی او تر هغه وروسته د تصنیف بندۍ مرحله پیل شوه

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخي ولایتي دفترونه مکلف دي، چې د شکایتونو تر ثبتولو وروسته د ۱۵ ورځو په اوږدو کې خپلې پایلې معلومې کړي.

د شکایتونو کمېسیون بیا ۱۰ ورځ وخت لري، چې ټول ثبت شوي شکایتونه وڅېړي او پایلې یې اعلان کړي، چې تر هغه وروسته د استیناف غوښتلو بهیر پیلېږي.

اغلې حجقو کاکړ  وړاندې وايي د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي، چې د قانون له مخې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم ثبت شوي شکایتونه وڅېړي.

هغې همدارنګه وویل:”دا یو ملي پروسه ده او د خلکو لپاره برخلیک ټاکوونکې ده، باید په څېړنو کې پوره دقت وشي، تر څو ټولې ثبت شوي قضیې وڅېړل شي.”

تر دې مخکې یاد کمېسیون ویلي و، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالې» ټېم ۸۰۰۰، د محمد اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړونکي» ټاکنیز ټکټ څه باندې ۳۰۰۰، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د «سولې او اسلامي عدالت» ټېم ۴۴۰۰ او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د «امنیت او عدالت» ټاکنیز ټکټ ۱۵ شکایتونه له دوی سره ثبت کړي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*