د سرخاني خان فلسفه

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

امريکا خپل کار کوي امريکا په سيمه کې ځانګړې ګټې لري . کومه  لاره چې ورته وړ وي هماغه لاره نيسي او داخبره پوهيدلو وړ ده چې روسانو خپل ملګري پرېښودل او دځينو لپاره يې دوتلو لاره برابره کړه که روسيه امريکا او اروپا خبره وشاربي چې په پاى کې دپښتنو اکثريت ، ژبه ، کلتور او تاريخ ورک کړي او بشري فاجعه مينځ ته راشي بيا به هم ونه شي کولاى نو دهغه پايله به څه وي .

کرزى ((باباى ملت )) اتحاد شمال ، شوراى نظار او نور فرصت غوښتونکي که پر ميدان پاتې شول هغه به ساده پاتې کيدنه نه وي بشپړ تاريخ به جوړ شوي وي .

آيا پښتون چې له خپل او پردي له محمد ظاهر او کرزي له ځمکې او هوا اور او اوسپنې پرې اوري دومره به جوتوي چې دده وبال څه دى ؟ دتاريخ څرخه ولې ددوي پر خلاف ګرځي ؟ ميريس نيکه ، احمد شاه بابا دوى ته ثابته کړه چې پښتانه وړ خلک دي دا انګليس ، اروپائيان ، امريکايان او روسان ول چې په نولسمې ، شلمې او يوويشتمې پيړۍ کې پر دوي راغلل اوس هم ټول همدلته په افغانستان کي دي صفوي ايران او مغلي هند يې څنګه پر ځاى کښېنولي وه انګليسانو په خپلو کې واچول تاريخ هغوى ګرم بولي چې پر ديو سره ودريدل .

د سرخاني خان فلسفه

په اتلسمي پيړۍ کې نادر افشار له سرخاني خان څخه ماته وخوړه انادر افشادر دده قوم الکوزي جګړې ته ور وستل سرخاني چې پوه شو خپل قوم ورغلى او جګړه ورسره کوي نو دخوشخال خبره يې وکړه زما لاس پرې رسي ، رانه واهه نه شي خپل ځان )) پښتون پښتون نه وهي که پښتون وي دا هم دافغان ملي فلسفې کې يوه برخه ده هغه ځوان چې دملي فلسفې وږي ټولوي دا وږى دې هم واخلي .

دافغان ملي فلسفې لوى لارښود امپراتور شير شاه سوري دى خوشحال خان دهغه افکار په شعر کې راوړي .

ومغلو ته به هغه چار ښکاره کړم

چې راضى راڅخه روح دفريد خان شي

خوشحال خټک

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*