په پېښور کې افغان قونسلګرۍ د ويزو څانگه پرانیستل شوه

په پېښور کې افغان قونسلګري د ځمکې د ملکیت پر سر تر درې میاشتنی  ځنډ وروسته  يې د ويزو څانگه بېرته پرانیستل شوه.

د افغان قونسلګرۍ لومړی سکرتر فریدون حیدرخېل ويلي، د جمعې له ورځې راهیسې یې فعالیتونه بیرته پیل کړي دي او خلک کولی شي چې د ویزو غوښتنه وکړي.

په پېښور کې د افغانستان قونسلګري د اکتوبر په میاشت کې د افغان مارکیټ پر سر چې د افغانستان د سفارت ملکیت دی، د غبرگون  له امله  په احتجاجي ډول تړل شوې وه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*