د سوريې له ادلب څخه ۲۳۵ زره اوسېدونکي وتلي

د سوریې حکومتي ځواکونه د حکومت مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې سیمې ادلب نیولو لپاره د بریدونو چمتووالی نيسي ،  له ۲۳۵ زره ډېر اوسېدونکي له ادلب سيمې څخه وتلي دي

ملګري ملتونو ويلي  چې ، د جګړې له شدت سره د دسمبر ۱۲ او ۲۵ تر منځ ورځو کې دغه ملکي خلک له خپل کور، کلي وتلو ته اړ شوي  دي

ادلب د سوریې په شمال لوېدیځ کې وروستۍ لویه سیمه ده چې د بشار الاسد حکومت مخالفو وسله والو په ولکه کې پاتې ده.

د سوریې حکومت چې د روسیې ملاتړ ورسره دی، له نومبر میاشتې راهیسې پر ادلب بمبارۍ کوي. د ملګرو ملتونو بشري مرستو اداره (اوچا) وايي، د دسمبر میاشتې له نیمايي راهیسې چې په سیمه کې ځمکنیو جګړو او هوايي بمباریو زور اخیستی، ډېر ملکي خلک بې ځایه شوي دي.

لسګونه زره داسې کسان هم له دغې سیمې د شمال پر لور کډوال شوي دي، چې د سوریې اوږدې کورنۍ جګړې په بهیر کې څو ځله بې ځایه شوي دي.

اوچا چارواکو ويلي دي ، د حکومتي بریدونو له کبله د نژدې سیمې مرات النعمان ښارګوټی ‘له خلکو تش  شوی دی. ډېری ځايي اوسېدونکي د ادلب په شمال کې او دغه راز په ګاونډي ایالت حلب کې د کډوالو کمپونونو یا نورو ښارګوټو ته تللي دي.

په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنر وویل، په شمال ختیځه سوریه کې یې له اپریل راهیسې د حکومت پلوه او مخالفو ځواکونو تر منځ د جګړو پر مهال ملکي خلکو ته د مرګژوبلې اوښتو ۱۰۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*