دميا عبدالرحمن لوګي شعوري شاعري

س ، سيرت

د هر شاعر او ليکوال خپل خپل خيال وي څوک دوطن په باره ‏زياته شاعرى کوي څوک داسلامي جذباتو په اساس څوک ‏داولس په دردونو ، کړاوونو ، بى وسۍ ، بې روزګارۍ او يا ‏دځوانۍ دجذباتو په اساس شاعري  کړې  خو ډير کم داسې ‏شاعران پيدا کيږي چې په دوه يا دري او يا څو اړخونو دې ‏شاعرى کړي وي   .‏

‏ که د يوه شاعر دتصوف په هکله دشاعرۍ نامه اخستل کيږي نو ‏مثال ورسره دعبدالرحمن بابا ياديږي که نازک خيالي پکې وشي ‏نو دعبدالحميد مومند دشاعرۍ سره تشبه کيږي  او که څوک ‏ددينى جذباتو يا داسلامي رواياتو په چوکاټ کې شاعري کوي ‏نو الحاج محمد امين صاحب نامه ورسره ياديږي

‏ که دمحفلونو ، رنګونو او اندازونو يا جامونو يادونه دچا په ‏شاعرۍ کې شوي  نو داسې شاعر ته بيا د فلسفې شاعر غني ‏خان يادونه کيږي

‏ که څوک دغزل دليکنې ښکلا ولري او زياته توجه غزل ته ‏ورکوي بيا ئې دحمزه شينواري شاګرد بولي څو دځينې نورو ‏شاعرانو په رنګ ميا عبدالرحمن لوګى کاکا خيل شاعرۍ کې ‏ټول صفتونه شته . ‏

دشعر او شاعرۍ نه تر ټولو ړومبى دشاعر اخلاق او داولسي ‏خلکو سره دښه سلوک او په معاشره کې دنورو اوسيدونکو سره ‏په غمونو او خوشحاليو کې دشريک ژوند شاعر ته ديوه ښه ‏سړى ګوته نيول کيږي

‏ ديوه شاعر شاعري که هر څو په وزن ، قافيه ، دين او دشعري ‏جوړښت له پلوه ښکلا ولري خوپه  غزل کې ئې هغه خوند نه وي ‏دکوم شاعر چې اخلاق ښه نه وي او نه ئې په اولسي خلکو کې ئې ‏ځاى نيولى وي‏

‏ ميا عبدالرحمن لوګى کاکاخيل هم داسې شاعر ؤ چې د اولس ‏په زړه کې ځاى لري شاعري ئې دقوم ، وطن ، دين او داولس ‏دبى وسۍ او کړاونو ترجماني کوي

‏ دميا عبدالرحمن لوګي  شاعرى که په ژور نظر وکتل شي نو به ‏وائي  چې په دې کې دبخاري ، ترمذي او ابن ماجه او …. اثر ‏پروت دى ځکه چې ديوه شعر جوړښت ته کتل په کار دي چې په ‏کوم مقصد او کوم رنګ جوړ شوي دى . ‏

ميا عبدالرحمن لوګى سره څلور کالو يانې تر مرګه پورې زما تله ‏راتله او ناسته ترسره شوې  ده.

ميا عبدالرحمن لوګى په خوى کې ‏سخت ؤ او هيڅ باطل او مخالف سره ئې نرمي او سازش نه کاوه ‏څرنګه چې ئې شاعري سپيڅلې ، بې ريا ، پاک زړې او ډاګيزه ‏وه دغه ډول ئې اخلاق هم وو څوک به چې ورسره بې وعدې شول ‏بيا ئې ورسره دخبرو  پريکون کاوه دروغ ، دوکه ، چالاکي او ‏تيرايستنه ئې هم په شاعرۍ او هم په عام مجلس کې غندله خپله ‏پاک زړى او له بله ئې هم دپاک زړه او ښه نيت تمه درلوده زما ‏سره ئې دوستي په دې وه چې ما ورسره تر مرګه کومې مشاعرې ‏ته دتلو وعده خلافي نه وه کړې . ‏

لوى صفت ئې داوه چې په لار کې به ئې دټولو شاعرانو دټانګې يا ‏بس کرايه بل شاعر ته نه پرېښوده ويل به يې بس همدا ځل کرايه ‏ورکوم ميا عبدالرحمن لوګى کاکاخيل تل دپښتنو داتفاق ‏غوښتنه کوله ريښتنې ژوند ئې کولو ،په رښتيا ئې باور کاوه ، ‏ميا عبدالرحمن لوګى دحجازي  مسافر کتاب نه علاوه شاعرى ‏هم کړي ده او چاپ شويده تر کومه چې دحجازي مسافر په ‏لوستلو کې ماته ګټه رسيدلې ده ډير معلومات مې ترې ترلاسه ‏کړي دي

يو بل کتاب زه او حمزه هم دلوګى صاحب ليکنه ده ‏ددې کتاب شعوري شاعري  چې کتابت ئې ښايسته شال سبا ‏د(جناکوټ)  کې کړى دى ترتيب ورته( ناشاس)  ورکړى او دپښتو ‏ادب او دهر پښتون سره مينه لرونکى شاعر او ليکوال ‏عبدالمالک (مالک ) ئې مالي مرسته کړيده چې دډيرې ستائنې ‏وړ دى . ‏

دميا عبدالرحمن لوګى په خوله کې دايوه خبره هر وخت وي چې ‏کله دخپل خوږ ملګرى سره ليدل  کوي نو دستړى مشى دمخه او ‏يا وروسته ورته وائي  خيرونه دى وي ميا عبدالرحمن لوګى ‏کاکاخيل هم دا کتاب چې ډالۍ کړى نو ليکلى ئې دى دهغه ‏قرار داد په نوم ئې کوم په کوم کې چې خوږ وطن پاکستان په ‏وجود کې راغلى دى او پنځوس کاله وشول  تراوسه پورې زمونږ ‏دزړونو ارمانونه پوره شوى نه دى او دڅو ټکو نه پس ئې ليکلي ‏چې خيرونه دي وي . ‏

په دې کتاب باندې سريز ه ډاکټر مسعود ليکلي ده چې هغه هم ‏په دې  شاهدى ورکړى چې ميا عبدالرحمن لوګى کاکاخيل ‏دطبعت نه سخت او يو سپين سوچه پښتون دى او دهر پښتون ‏خدمت خپل فرض ګڼي حمزه بابا دميا صاحب په هکله ليکلي ‏چې زما په بيمارۍ کې لوګى صاحب څومره خدمت کړي دى زما ‏ځوى ، وراره او نورو کليوالو نه دى کړى حمزه بابا دلوګى ‏صاحب په هکله ليکلي چې که ددماغ تيزى ئې نه وي نو ملايک ‏به وي همدارنګه دتقريظ د سر خط لاندې ليکل پرې دصوابې ‏طاهر بخاري کړي دي او دشعور شاعرى په نامه چې د کتاب ‏نامه ده ډاکټر راج ولې شاه خټک په دې ليکنه کړې ده وروسته بيا ‏په دينى جذبه دلوى خداى په نامه شروع شوې ده دڅو خبرو په ‏نامه ليکل پخپله ميا عبدالرحمن لوګى کړي دى ميا ‏عبدالرحمن لوګى چې دکاکا صاحب دکورنى دمياګانو څخه ‏ياديږي په شعر او شاعرۍ کې ئې خاص مقام ګټلى دى‏

‏ دميا عبدالرحمن لوګى په شعورى شاعرۍ کې يوه لويه فلسفه ‏پرته ده او سياسي رنګ ئې هم په ځينو ځايونو کې شته لکه په ‏دې بيت کې چې لوګى صاحب ويلى دى . ‏

اوس په فخر کله لوګى هسې ويلى شم ‏

ما چې کومه لافه له خيبره تر بنګاله کړه

دلوګى صاحب په شاعرۍ کې داشنا لفظونه هم څرګند شوي دي ‏او دا ښکاره خبره ده چې په شاعرۍ کې به ديار ، اشنا دوست او ‏داسې نورو لفظونو استعمال ضرور کيږي هغه که په حقيقي توګه ‏وي او که مجازي

‏ لوګى صاحب هم دلته داشنا لفظ داسې راوستى دى ‏

هغه غم نه داشنا لوګى لوګى شم

چې رضا مې داشنا په کې مدغم وي

ميا عبدالرحمن لوګى صاحب دنوښار زيارت کاکا خيل صاحب ‏په لمسو کې شميرل کيږي خو دخپل عمر زياته برخه ئې په کاکا ‏صاحب له ځايه بهر تېره کړيده  يعنې تقريباً د ٥٠ کالو راپديخوا ‏له کوه بهر اوسيږي او که دکورني  خپل کسان ئې په عذر او منت ‏کورته راولى بيا ئې په لږ څه خبره سخته کړى وى ځکه دليک په ‏اول سر کى مو وويل چې دميا صاحب لوګى طبيعت سخت دى ‏او چې دچا ورسره وخت تير شوى وى هغه ته پوره معلومات وي ‏اول  زه اکثر دميا لوګى صاحب دخبرو سره اتفاق کوم هغه په دې ‏دليل چې ميا صاحب داصولو سړى او په اصولى شکل به ورسره ‏ديوې خبرې يا تنقيد اتفاق ضرور کوم کله کله ورته خپل کلى هم ‏ور په ياد شي لکه په يوه اختر کې ئې دخپل کلي په هکله ويلى ‏دى چې داختر دورځې په باب يې ليکلى . ‏

دکمزوري نه کمزورى  اختر دا ؤ ‏

په باړه کې نن دکلي ارمان راغى . ‏

ميا لوګى صاحب ته ديو صوفيانه شاعر په سترګه هم کتلى شو ‏ځکه چې دده په شاعرى کې دزهد او تقوا پله درنه ده په دې ‏ثبوت ئې وايه شو  ‏

بندګي امن امان له مصايبو‏

دخداى ياد دزړه قرار په بندګۍ ئې ‏

دشعور شاعرى مجموعه ټوله  ٢٢٦ صفحې ده چې تر اخره پورې ‏ئې لوستل ضروري دي . ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*