دجدي ٦ مه پر افغانستان دروسانو پوځي يرغل‏

ليک : س ، سيرت
په ١٣٥٨هـ ، ش پر افغانستان پخواني شوروي اتحاد يا روسانو ‏پوځي‎ ‎ير غل کړى ؤ چې له هماغه تاريخ څخه پر افغان ولس ‏ددې کرغيړنې کړنې او تور ماښام ، نا دودې په غونډو ، غږيزو ‏او انځوريزو رسنيو کې غندل کيږي
‏ هر کال چې ددې تورې ورځې په ياد قلموال ناخوالې يادوي ‏ورسره سرو وحشي روسانو ته دمرګ ژوبلې شوبلو او مالي ‏تاوانونو څخه هم پرده پورته کوي چې دقلموال ناخوالې يا دوي ‏ورسره سرو وحشي روسانو ته دمرګ ژوبلې ، شوبلو او مالي ‏تاوانونو څخه هم پرده پورته کوي چې دقلموالو يواځي دکلمو ‏جوړښتونه سره توپير لري نور ټول هغه څه دي چې دتورمخو ‏کمونستانو په بلنه وحشي روسانو په افغانستان کې پر مظلوم او ‏بې ګناه ولس سرته رسولې نيولې ئې دي ، زنداني کړي يې دى ‏او ان ژوندى يې تر خاورو لاندې په شهادت رسولي . ‏
دجدي په شپږمه يا تور ماښام تر ١٢٠ زرو پورې دسره وحشي ‏لښکر پوځي يرغل چې مرګاني الوتکو يې بدرګه کوله په يوه ‏شپه او ورځ کې ئې دافغانستان په پاک حريم دتيري ترڅنګ ‏دافغان ولس علماء ، پوهانو ، دنظر خاوندانو ، ښځو او ‏ماشومانو په وژلو هم صرفه ونه کړه
‏ هغه ټول جنايات ئې سرته ورسول دکومو لپاره چې دافغانستان ‏دپاکې خاورې او ملي مقدساتو پلورونکو دښمنانو (کمونستانو ‏رابللي ؤ . ‏
اوس هم يواځې په افغانستان کې نه بلکې په نړيواله کچه ‏دروسانو په پوځي يرغل لعنت ويل کيږي د افغان ولس کرکه ‏هماغه کرکه ده خو دتير په څير ځکه په سترو غونډو سره نه ‏غندل کيږي چې دا مهال پر افغانستان دروسانو سره د ٧٥ کالو ‏سياسي او نظامي سيالې امريکا پوځي تيرى کړى او د ‏افغانستان ځمکه او اسمان ئې په واک کې اخستي (اشغال) ‏کړيدى ‏
‏. مونږ په دې ليکنه کې دا يادونه کوو چې روسانو څرنګه پر ‏افغانستان يرغل وکړ ؟ ولې ئې افغانان معيوب ، بې کوره ، ‏زندانيان او شهيدان کړل ؟ څرنګه ئې هغه افغان ولس سره ‏دمقابلې زړه ښه کړ چې انګريز ته ئې ماتې ورکړيده ؟ روسان ‏څرنګه دتيري په نبت له امو سينده را واوړيدل چې په ١٨٨٥ م ‏کال ئې دپنجدې په مقابل کې افغان واکمنو سره پر افغانستان ‏دتيرې نه کولو لاس ليک کړى ؤ؟
‏ روسانو څرنګه ١٢٠ زره پوځ دافغانستان په پاکه خاوره ‏ورمرش کړ چې په ١٨٩٥م ئې دافغان حکومت سره دشمالي ‏ولاياتو سرحدونه په رسميت پيژندلي وو ؟ ‏
که ديوې خوا دروسانو سپين سترګي او دټولو بين المللي ‏اصولو سرغړونه وبولو نو ترڅنګ ئې دتورمخو کمونستانو چې ‏تر نن ورځې پورې په لوړو پوستونو کار کوي دپاکې خاورې ، ‏ملي ارزښتونو او ديني مقدساتو سودا وه چې په ډيره بې عزتۍ ‏سره ئې دمخه روسي واکمنو سره کړې وه . ‏
روسانو ته ټولو تورمخو کمونستانو بلنه ورکړې وه چې پر ‏افغانستان تيرى وکړى خو هغه وخت چې دکارمل دغلامۍ پر ‏مهال پرچميانو روسانو ته زيات وفادار وو ويل به يې (شايان ياد ‏آوري است که از لحاظ سياسي ازميان تمام جريانات وجنبشها ‏اين بخش پرچميهاى (ح.د.خ.ا) بود که بزرگترين قربانى راتحمل ‏گرديد ونقش متعين کننده را بخاطر برانداختن رژيم خدعه ‏وستم امين را ايفانمود ) په شپږم جدى جناياتو کې ټول ‏کمونستانو شريک دي خو روسانو دومره وکړل چې امين غلام ‏ئې وواژه او کارمل غلام ئې پر ټانک سپور ارګ ته ورساوه . ‏
په ١٩٧٩م دپخوانى شوروي صدر اعظم کا سگين په مشرۍ ‏غونډه کې دپريکړى وروسته کارمل ته امر شوى ؤ چې په ‏افغانستان کې ټول په پښتو ليکل شوي اثارو وسوزوي چې ‏دکارمل ډلې ورسره دنور محمد ترکي څو ناولونه او نور اثار هم ‏وسوزول . ‏
دهغه مهال ‏K.G.B‏ مشرانو او نظامي لوړ پوړو چارواکو د ‏K.G.B‏ دمشر يورى اندروپوف په مشرى غونډه کې دپخواني ‏شوروي دفاع وزارت مرستيال پاولو فمکي ، ددفاع وزارت ستر ‏سلاکار جنرال ګوريلوف ، دلوى درستيز مرستيال جنرال ‏اخراسيف دشوروي دپوځ او اپراسيون رئيس جنرال وار نسيکوف ‏، مارشل نيکولاى گاروف او نورو نظاميانو پريکړه وکړه چې ‏دتورمخو کمونستانو په بلنه پر افغانستان دجدي په شپږمه ‏پوځي يرغل وکړي . ‏
هغه دروسيې يرغل بلونکو کمونستانو لومړى دروسانو يرغل ‏قانوني او چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ اوس ورته غير ‏قانوني او تيروتنه وائي خو نن ورځ دامريکا په غلامۍ کې په ‏لوړو پوستونو مقرر او دجنرال الن او مولن اوامرو ته ئې سرونه ‏ټيټ کړي دي . ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*