رېښتنې مينه او ابرهيم بن ادهم

ليک : س ، سيرت

دريمه برخه

انسان ته الله تعالى دښو بدو دتوپير عقل ورکړى دى ځکه خو انسان دعقل ، سوچ او ضمير په درک سره مکلف دى له بديو ځان وژغوري او له نيکو ګټه پورته کړي کله چې دنيکو کسانو يادونه کيږي د انبياء ع او اوليا کرامووروسته صوفيه کرام دي چې ټول ژوند ئې په ريښتنې مينه دالله او دالله درسول اطاعت او عبادت ته وقف کړى دى

مونږ دريښتنې مينې داثبات لپاره دتصوف او عرفان مشهور عارف ابراهيم بن ادهم يادونه کوو چې رابعه بصري ئې دفيض ډيرې نيکۍ  او عرفان له برکت دمادياتو څخه بې نيازه او په معنوي عشق کې ډوبه شوه

کله چې دتقوا يادونه کيږي دسلطنت يادونه کيږي دمال دولت او پادشاهۍ يادونه کيږي په درې واړو صورتونو کې ابراهيم بن ادهم په خپله رېښتنولۍ سره صف ته راشي ځکه هغه عالم ، پرهيزګار او صوفي فقير ؤ دابراهيم پلار ادهم پښ ؤ او تل به دورځني کار ترڅنګ دالله په عبادت بوخت ؤ دابراهيم مور داريانا دستر ټواک لور وه

هغه بلخ دټولواک لور   چې  د بلخ   تاريخ  ته ام البلاد ويل کيږي

ددې بلخ ټولواک ځوى نه درلوده يوه لور ئې وه چې دخپلې پوهې له امله ئې وليعهد ټاکلې وه

دوخت مطابق مروج تحصيلات ئې سرته رسولې وو او هم ئې د شاهي کورنۍ د دود له مخې داس سپرلۍ ، نيزې وهلو ، غشو ويشتلو او نورو نظامي چارو تمرينات کړي وو

په اوونې کې به يوځل دټولواک لور وليعهد دښار څخه ليدنه کوله ښاريانو به دوليعهدې درانږدى کيدو پر مهال په درناوي خپل مخونه پټول ادهم چې پېښ ؤ يوه ورځ وليعهدې دښار ليدنه په داسې حالاتو کې کوله چې دادهم په يوه لاس کې څټک او په بل لاس کې امبور کې نيولې ، د وسپنې سره  ټوټه  وه مخ يې پټ نه کړاى شو

دټولواک  لور دى وليده خو چې دادهم سترګې پرې ولګيدې څټک ترې بې واکه په وسپنه سخت ګزار وخوړ سره وسپنه دادهم ګريوان کې ولويده او ګريوان يې وسوځيد

دټولواک لور په دې ننداره په ادهم زړه بايلود خو دا چې دټولواک لور وليعهده وه دپښ ادهم سره يې دمينې اظهار نشو کولاى .

وليعهده سخته مريضه شوه طبيبانو خپلې تجربې وکړې خو هيڅ ونشول

ان تر دې چې دزړه سکته يې وکړه

دمړي په شان بې هوشه شوه دجنازى مراسمو کې يې ادهم هم شريک شو چې خاورې ئې  پرې واړولي ادهم يې قبر په نخښه کړ دشپې په تياره کې ادهم دوليعهدې جسد له قبره راويست په غيږ کې يې واچولو او د ريښتنې مينې له امله يې له سترګو اوښکې دوليعهدي پر مخ وڅڅيدې داچې دوليعهدى سانه وه ختلې خو دمړى په مثال وه دادهم له سترګو ګرمې اوښکې چې ئې پر مخ پريوتې ټکان ئې وخوړ او لکه له خوبه راويښه شوه . دواړه ادهم او وليعهده حيران شول ادهم بيا قبر جوړ کړ خپله په کفن کې محبوبه ئې کورته راوسته مور ئې چې وليده هکه پکه شوه او هم يې  ورته ټوله کيسه وکړه  ژر ئې مور خپلې جامې ور واغوستي په سبا ورځ وليعهدې دادهم مور بازار ته سره له دې چې غربت و،  وليږله او خپله يې پر ګوتو له کفنه دواده جوړه جوړه کړه نکاح ئې وتړله خو ګاونډيان پرې خبر نشول

دټولواک زړه ددرې کالو په تېريدو صبر شو خو ښځه به ئې دلور قبر ته هديرې  ته تلله ادهم ته الله ځوى ورکړى ؤ چې نوم ئې پرې ابراهيم ايښې وه

د هديرى ترڅنګ دنورو ماشومانو سره لوبې کولې يوه ورځ دټولواک ښځې چې دلور قبر ته راغلې وه وليده سترګې يې پرې خوږى شوى ترې ئې وپوښتل دچا ځوى ئې ؟

ابراهيم ورته وويل ديوه غريب ، بيا ئې وپوښتل څه کار کوي ، ځواب مزدوري بيا ئې وپوښتل موردې شته او څه کوي ځواب درزيتوب زړه پرې وسوځيد کورته چې لاړه ټولواک ته ئې  وويل يو ماشوم چې سترګې ېې ډيرې خوږوي مور پلار ئې مزدوري کوي ميلمانه يې  کړه چې مرسته ورسره وکړو که څه هم ادهم خپله محبوبه په کور کې پټه ساتله خود ټولواک امر ؤ انکار ئې مجبوراً په ورتګ بدل شو دابرهيم مور چې خپل کور ته ورسيده مور او ټولواک وپيژنده،  مور پلار ته په پښو پريوته ټوله کيسه يې ورته وکړه ټولواک ئې دواده مراسم په سرکاري مصرف وکړ ابراهيم تحصيل وکړ او نيکه يې وليعهد وټاکه .

يوه شپه دکوټې دپاسه څوک ګرځيدل ابراهيم ورغږ کړ څوک او څه کوي غږ پرې وشو چې اشنا يم اوښان  مې ورک شوى لټوم يې ابراهيم چې ستر صوفي ، زاهد د مفتاح العلوم وروسته يې ډير کتابونه ليکلى وو ځواب ورکړ ډير ساده يې دکوټې پر سر اوښان  لټوي ورته  يې  وويل ساده ته يې چې دپادشاهۍ په تخت دالله وصل لټوي

ابراهيم سبا دښکار په نوم بيديا ته ولاړ هاتفي غږ پرې شو چې ابرهيمه بيدار ويښ شه  ظاهري  بادشاهي پريږده

باطني ټولواکي قبوله کړه

ابراهيم خپل لباس شپون ته ورکړ دنشاپوره غره ته لاړ هلته په يوه سمڅه کې ديره  شو

لرګې به ئې راوړل خپل خواړه به ئې پرې برابرول زياتې پېسې به ئې په غريبانو وويشلې٩  کاله پس حج ته ولاړ له ابراهيم چې يو ځوى پاتې ، هغه د مور سره هم په هغه کال حج ته تللى ؤ ابراهيم دحج په مراسمو کې دخپلې محبوبې او ځوى سره وليدل خو بيا ابراهيم ابن ادهم ورک شو او پيدا نشو .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*