په بگرام کې بريد شوى

د پروان امنیتي سرچینو ويلي ، پروان ولايت  په بگرام  کې  برید شوی، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.پروان کې د امریکايي ځواکونو یوه تر ټولو لویه اډه ده.

افغانستان کې ناټو چارواکو هم ویلي، چې له بګرام هوايي اډې بهر برید شوی دی، خو زیاتوي چې امریکايي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نن سهار د بگرام هوايي ډګرسره چې د بهرنیوځواکونو ترټولوسترمرکز دی دموټربم چاودنې له امله بهرنیوپوځونوته مرګ ژوبله اړولې ده

دپروان ولایت امنیتي سرچینو تائید کړیده چې سهار شپږ بجې دباګرام هواېې ډګر یوه دیوال سره موټربم چاودنه شویده خو دپروان ولایت امنیه قوماندانۍ بهرنیوځواکونوته مرګ ژوبله نه ده تائید کړې.
د بگرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم دموټربم چاودنه تائید کړې خو ویلي ېې دي چې چاودنه پربهرنیوپوځونو شوې اما مرګ ژوبله ېې ولسي خلکوته اړولې ده .

دبگرام نه په ترلاسه شوو راپورونوکې ویل شوي چې دچاودنې سره سم بهرنیوځواکونو سیمه کلابنده کړې اما ځایی خلکو ویلي چې د پیښې له ځایه ېې دبهرنیوځواکونو موټر لیدلي چې زحمیان ېې انتقالول

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*