سعودي پر ښځو ځينې نور بنديزونه هم پورته کړل

سعودي عربستان ويلي دي  چې له دې وروسته به په په سعودي کې رسټورانټونه د نارینه او ښځو لپاره جلا دروازې نه لري.

له دې خبرې سره سملاسي ځینو چایخونو، رسټورانټونو او نورو عمومي ځایونو دا کار عملا پيل کړی دی او ټول خلک له یوې دروازې ور ننوتلی شي.

له دې وړاندې به له محرم پرته ښځو او نارینه وو ته دا  اجازه نه وه چې په عامه خوړنځیو کې سره خواله وکړي او د دې هېواد  امر بالمعروف و نهی عن المنکر ادارې به یې مخه نیوله

په ورستیو کلونو کې په سعودي کې ځینې بدلونونه له سختو غبرګونونو سره مخ دي

سږ کال سعودي ښځو ته اجازه ورکړه چې له محرم پرته بهر ته سفر وکړي. ورسره د دې هېوا پاچا سلمان تېر کال پر ښځو د موټر چلولو بندیز لیرې کولو فرمان صادر کړ.

له دې سره بیا هم ځینې فعالان شکایت کوي چې لا هم ځینې قانونونه شته چې له ښځو سره پرې توپيري چلند کیږي. په دې برخه کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانې بندیانې شوې هم دي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*