يو سعودي محصل( زده کړيال) په امريکاکې پير خپلو همټولگيوالو ډزې کړي

د امریکا فلوریډا د پنساکولا  په پوځي اډه کې د محمد سعید الشمراني په نوم د هوايي ځواکونو  یوه سعودي محصل(زده کړيال)  په ډزو درې کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي او وروسته دی هم په ډزو وژل شوی.

امریکايي رسنیو د دې ایالت د امنیتي سرچینو له خولې ویلي، بریدګر د سعودي د وسله والو هوايي ځواکونو محصل و.‌

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز دا برید غندلی او دا یې یو کرکجن جرم بللی دی.‌

امريکايي چارواکي وايي، دغه سعودي محصل( زده کړيال) د زدکړې په ټولګي کې پر خپلو همټولګیوالو او ملګرو ډزې کړې دي بیا پر ده هم ډزې شوې او وژل شوی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*