تادامیچي یاممتو: په افغانستان کې دې د ملگروملتونو دفترونو امنيت ته پاملرنه وشي

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاممتو له اشرف غني سره لیدلي دي او د خپلو دفترونو او کارکوونکو د امنیت په اړه یې اندېښنه ورسره شریکه کړې ده. نوموړي له اشرف  غني څخه  غوښتي چې د دوی د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او ددغه نړیوال ماموریت په بریالي ترسره کېدو کې همکاري وکړي.

اشرف غني امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړې او ددوی اړتیاوې واوري. ملګرو ملتونو وروسته له دې د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې څه موده وړاندې ددغه سازمان پر موټر چاودنه وشوه او یو بهرنی کارکوونکی یې ووژل شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*