قيامت نژدې دى !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

داسې يو ناسم ترکيب لوى خطر دى او يو بل ته غل اوسيدونه ټولنې ته انساني رنګ نه شي راوستى تر يوه وخته پورې امريکايانو افغانستان تر عراق ښه باله چې هلته لويه جرګه اساسي قانون ولسي جرګه جمهور رئيس او حکومت جوړ شو دا ټول پخپله علاج نه شول د درد برخې شوې.

افغانستان دديانت ، ناموس او خپلواکي هېواد دى چې هغه نه وي بيا په امريکا ، ملګرو ملتونو ناټو کار نه کيږي لکه چې ونه شو ، ډالر موټر قصرونه نعمتونه دډيرو خوښ دي چې له دوى سره سپيڅلې موخې نه وي همدغه شيان ددوى سرونه خوري

تردې دمخه هم دا تجربې شوي او څوک پند نه اخلي بيا چې پېسې او قدرت يې تر سترګو شي له سده بې سده شي مقدسات يې هير شي فساد ومني او دا يې پايله شي

قيامت نژدې دى !

دامريکې يو پخوانى جمهور رئيس مرستيال بيګاه په تلويزيون کې خبرې کولې ده ويل نړۍ توده شوې يخونه  ويلى کيږي دومره نوي کنګل غرونه دي چې له ځايه دتودې هوا په وجه بې ځايه شوي او ښکته راځي دځمکې په چاپيريال  کې هره ورځ پنځه ويشت زره ټنه کثافت ډيريږي .

جمهور رئيس بش دساينس پوهانو خبرو ته غوږ نه ږدي دنورو هېوادو سيانس پوهان هم ده ته خبر ورکوي ددې پر ځى چې دنړۍ مشران دکثافاتو او تودوخې مخه ونيسي دتوليد او اقتصادي ودې لپاره جګړو ته اړم دي دهغه په خوا کې دژوند د چاپيريال پاک ساتل ضروري دي طبيعي محيط پاک ساتل چې په لويو سمندرونو کې دډيرو ځناورو نسلونه له مينځه تللي دقامت دنژدې کيدو خبره دا ځل ملنګانو نه ده کړې د نړۍ ساينس پوهانو ويلي دي او وايي

الګور هغه سړى دى چې دامريکې خلک ده ته سترګې پر لارې دي ده د بش په لومړۍ دوره کې دا پريکړه وکړه چې جمهوري رياست ته ځان کانديد نه کړي ځکه په لومړۍ دوره کې ده سره غدر شوى و اوس دى يو پروفيسر دى .

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*