فیلیپ لوټر:دايران په لاريونونو کې ٢٠٨ کسان وژل شوي

د بښنې نړیوالې ادارې  له خوا د منځني ختیځ او شمالي افریقا برخې مدیر فیلیپ لوټر  ويلي دي  د باوري رپوټونو له مخې دې پایلې ته رسېدلې چې ایران کې د وروستیو مظاهرو له امله د وژل شویو شمېر  ۲۰۸ کسانو ته رسېدلی، خو زیاتوي “که څه هم رېښتونی شمېر له دې ډېر دی”.

مدیر فیلیپ لوټر زياتوي “د وژل شویو اندېښمنوونکی شمېر بل هغه سند دی چې ښيي د ایران امنیتي ځواکونو سخته وژنه کړې ده او له یوې اوونۍ کم وخت کې یې ۲۰۸ کسان وژلي دي.

د بښنې نړیواله اداره ایران او بهر کې د ځینې وژل شویو له خپلوانو، خبریالانو او د انساني حقونو له فعالانو او له مختلفو سرچینو د ترلاسه شویو مالوماتو پرتللو سره دا شمېر باوري ښيي.

د بښنې نړیوالي ادارې ډیجیټل څانګه هم د ډېرو ویډیوګانو ارزولو سره دې پایلې ته رسېدلې چې د ایران امنیتي ځواکونه په بې وسلې کسانو ډزې کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*