د امریکا دفاع وزیر: دسولې له هوکړې پرته هم امريکايي سرتيري کموو

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ويلي دي ، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر احتمالي راکمول «اړینه نه ده» چې له طالبانو سره د سولې له هوکړي سره تړاو ولري.

دا خبرې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر  په لندن کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تر ګډون مخکې پرون دوشنبه د «ډیسبر پر ۲مه»له رویټرز خبري اژانس سره په  مرکې کې کړي نوموړي ويلي دي ، چې ممکن په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر د سولې له روانو خبرو سره له تړاو پرته راکم شي.

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اونۍ افغانستان ته د یو نا اعلان شوي سفر پرمهال له دغه هېواد څخه د امریکايي سرتېرو د احتمالي وتلو خبر ورکړ او همدارنګه یې وویل، طالبان به هم اوربند ته حاضر شي.

مارک اسپر زیاته کړې، چې امریکا له څه وخت راپدېخوا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه هم په داخل او هم له ناټو سره خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې:”زه باور لرم، چې موږ کولای شو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړو، څو دا ډاډ تر لاسه کړو، چې دغه هېواد نور د تروریستانو لپاره خوندي ځای نه دی او هم له دغه هېواد څخه امریکا ته ګواښ نه دی متوجه، زموږ شریکانو هم د خپلو سرتېرو ایستل منلي.”

اسپر د رویټرز خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا له افغانستان څخه امریکايي سرتېرو احتمالي وتل له طالبانو سره د سولې خبرو له «فشار» سره تړاو لري؟ هغه ویلي: “نه هېڅ کله نه” نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا مهال په افغانستان کې ۱۳زره امریکايي سرتېري مېشت، چې د ماموریت عمده برخه یې افغان سرتېروته سلا مشورې او روزنه ورکول دي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې کېدایشي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*