په فرانسه کې چورلکه غورځېدلې

د فرانسې په سویل کې د ژغورونکې ډلې يوه چورلکه غورځېدلې ده چې له امله یې درې کسان مړه  شوي دي.  د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا چورلکه چې د ژغورنې مامورین پکې سپاره وو د ماموریت پر مهال رالوېدلې ده. د یاد وزارت په خبره، تر اوسه لا په کره توګه د چورلکې د غورځېدو لامل څرګند شوی نه دی خو دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي

. د یادونې ده چې تر سختو بارانونو وروسته د فرانسې په سویل ختیځ کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړې او د الپ د غرونو لړۍ ته څېرمه پرتې ځینې سیمې د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.

دې سیلابونو دوه کسان مړه کړي او دغه راز یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*