نصرت رحیمي: په کابل کې دوه امنيتي سرتيري وژل شوي

افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ دقیقې ناپیژندو وسله‌والو د امنیتي ځواکونو په موټر ډزې کړي، چې دوه امنیتي سرتیري په کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

رحیمي څرګنده نه کړه، چې دا منسوبین کوم امنیتي ارګان پورې تړاو لري.

خو یوې بلې  سرچینې  تائید کړه، چې وژل شوي کسان د افغانستان د ملي امنیت ریاست اړوند منسوبین وو.

د برید مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*