
په عراق کې د څو اوونیو احتجاجونو او تاوتریخوالي وروسته پارلمان د لومړي وزیر عادل عبد المهدي استعفا منلې ده. تر اوسه څرګنده نه ده چې څوک به د ده ځایناستی وي.
پارلمان ویلي، له ولسمشر برحام صالح غوښتي چې د لومړي وزارت څوکۍ لپاره نوی کس معرفي کړي.
د قانون له مخې اوس به ولسمشر په پارلمان کې له اکثریت لرونکي ګوند نه غوښتنه کوي چې د لومړي وزارت څوکۍ لپاره نوی کس ور مخې ته کړي.
رپوټونه وایي، د نوي حکومت تر جوړېدو پورې به لومړی وزیر مهدي او اوسنی حکومت خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د اکتوبر میاشتې له پیل راهیسې په پلازمېنه بغداد او نورو ښارونو کې په احتجاجونو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
Leave a Reply