ائتلافي ځواکونه ژوند غواړي

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

دحيرانتيا خبره داده چې واشنګټن پوسټ له ليکنې امريکايانو په څلورو اوونيو کې څلور سوه شپيته بمبارۍ پر هېلمند، ارزګان ، زابل او ….. کړي چې په همدغه موده کې دعراق يو سل او شپيته دورې بمبارى وي .

مونږ داخبره کړې وه هغه وخت چې امريکايانو دغه سيمې دناټو ځواکونو ته سپارلې دوى دا ځمکه ويجاړه کړې وه دامريکې ددفاع دوزارت خبر دى چې امريکائي  عسکر په عراق او افغانستان کې پر روحي ناروغي اخته دي اخلاقي سطحه داده چې يو پر بل پريوځي .

امريکايان دا وايي چې عراق دې خوشې کړى شي بش وايي سمه ده کله چې دعراق خپل عسکر وکولاى شي دعراق امنيت وساتي په افغانستان کې هم داخبره کوي په دواړو هېوادو کې عسکري قوت دغې درجې ته نه شي رسيداى او دا تور نخود پر لاس نه ورځي

له بلې خوا هغه حکومتونه چې امريکا درولي دي  نه شي کولاى امنيت وساتي . ائتلافي عسکر فکر کوي مونږ نه شو کولاى دبې کفايته خلکو دساتلو لپاره خپلې وينې تويې کړو دروسانو پر مهال هم داسې وه چې روسانو ګزمې کولې افغان صاحب منصبانو ميلې او لوړ پوړو مامورينو په دعوتونو کې مستى کولې نو روسانو دوى ته ښکنځلې کولې چې زمونږ وينې اوبه نه دي چې تاسو لپاره يې تويې کړو .

د تورن پر څوکيو جنرالان ناست شوي په ولسوالۍ کې قوماندانان جنرالان دي او يو مطبوعاتي وياند هم لري دومره پراخه بې مکلفيته تشکيل دمعاش لپاره دى هماغه جنګي افراد دى چې لومړى په هغه نامه ول چې مجاهدين دي اوس دطالب مخالفت کوي کومه فلسفه هم نشته وړيا خواړه افغان چارواکي له امريکې هم خوشيني دي چې پاکستان باندې دا نه کوي چې سم سرحدونه وتړي ترڅو طالبان رانه شي اوس داخبره نه شي پټيداى چې حکومت او ولسي جرګه يو هم له حالاتو سره مقابله نه شي کولاى .

امريکايانو ته ګوري او ناټو امريکې ته دافغانستان امنيت يو بل ته پريږدي ليا تراوسه داسې وسله وال قوماندانان شته چې په ولسي جرګې کې غړي دي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*