د هسکې مېنې جودرې جومات په بنسټيز ډول رغول کيږي

د ننګرهارد حج اوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد  ويلي دي د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې جومات د جوړولو چارې د شاوخوا اته ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.

مولوي محمد داود مجاهد په خبره  دغه جومات به په اساسي ډول ورغوي.د دې جومات د چارو د پرانیستو پرمهال د حج اقافو رئيس زياته کړه  چې دغه جومات څلويښت متره اوږدوالی او شل متر پراخوالی لري.

د حج اوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد بيا وړاندې وايي ، د جودرې د جومات چارې به په اساسي ډول د پنځو مياشتو په موده کې بشپړې شي او ټول لازم سهولتونه به په کې لمونځ کوونکو ته برابر شي.

د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۸ نېټه د جمعې په ورځ د ننګرهار د هسکې مينې ولسوالۍ په جودره سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال درنه چاودنه وشوه دغه
پيښه هغه مهال رامنځ ته شوې وه چې،د ياد کلي نژدې دوه سوه وګړي د (جمعې لمانځه) ادا کولو لپاره راغونډ شوي وو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*