په پښتو ادب کې د لرغوني فولکلور ونډه

ليک : س ، سيرت

دويمه برخه

يو شمير ليکوال په خپلو ليکونو کې دکلتوري څېړنې  په برخه کې په فولکلوريکو څيړنو ورګډ شي او په ځېنې وخت کې برعکس خو اړينه داده چې دليکنې موضوع بايد لوستونکو ته روښانه شي  بيا که دخپلې ليکنې د بډاينې لپاره ليکوال نورو اړخونو ته لاره مومي ترې بيرته دا ګرځيدل او اصلې موضوع روښانه کول ځکه اړين دي چې لوستونکي په دوه لارو کې پاتې نشي

دلته مونږ هم د فولکلور دونډې په اړه چې په لرغوني پښتو ادب کې ئې څومره ونډه لرلې ده ځېنې نورو لورو ته اشارې کوو يا په دې  لنډ نظر څرګندوو خو بيرته دى ته راګرځو چې کلتور دکلتور او فولکلور په توګه وپيژندل شي بيا دهرې موضوع روښانتيا مونږ ته اسانه ده .

که په کلتور ډير څه ونه ليکو او لوستونکو ته داجوته نه  کړو چې کلتور څه دى ؟ نولوستونکي به په ناڅرگند حالت کې پرېښي وي

کلتور

دفرانسوي ژبې کلتور اود  انګريزي ژبې کلچر چې په عربي ژبه کې  ورته ثقافت وايي  او له عربي  ثقافت څخه  وروسته په درى کې ورته فرهنګ ويل کيږي

دا ټولې ماناوې دټولنې دتکامل په بهير کې ترلاسه شوي دي

په پښتو کې يا په ولسي ادب کې دود رسم ، رواج او عنعنې ته هم استعماليږي که په ځنېوخت کې ئې دپښتو په ژبه کې لږ څه توپير موندلى وي  بيا هم هدف ترې همدا کلتور دى چې يوه ټولنه له بلې سره جدا کوي او هم ئې سره شريکوي

په پښتو ادب کې څيړنپوهانو کلتور په دوو برخو ويشلى يو ته مادي کلتور او بل ته معنوي کلتور وايي  لکه په ولس کې استعماليدونکى څيزونه ، ودانۍ ، حجرې ، جوماتونه ، زيارتونه ، داغوستن کالي او ديته ورته شيان دى چې په مادي کلتور سره يوه ټولنه ترې پيژندل کيږي او که ووايو په مادي کلتور پيژندنه کې د فولکلور لرغوني اثار زياته ونډه لري بې ځايه به نه وي .

همدا ډول په پښتو ادب کې معنوي کلتور ساتلو او تر مونږه  را رسولو کې هم فولکلور خپله ونډه ساتلې

ديوې ټولنې  دبلې ټولنې سره توپير په معنوي کلتور او فولکلور سره کيداى شي چې دمثال په ډول په معنوي کلتوري کې اخلاق ژوند ، هنر ، هنري اثار ، علم ، سياست ، فلسفه ، عقايد او افکار دي چې د فولکلور په اغيز د پښتنې ټولنې او بلې غير پښتنې ټولنې ترمنځ توپير رامنځته کوي

که دپښتنې ټولنې عقيدې او تګلورې ته وکتل شي فکر او فلسفي سياست ئې په نظر کې ونيول شي دا به په لاس راشي چې دټولنې داحساساتو مجموعه په لرغوني  پښتو ادب کې دفولکلور ونډه ده

په پښتو ادب کې د فولکلور په ونډه مونږ په هغه وخت کې پوهيداى شو چې لومړى دا منو او هم ئې ثابت کړو چې انسان يو اجتماعي مخلقوق دى يو داسې بري منه هسې ده چې په خپلو هر اړخيزو اړيکو ټولنې ژوندۍ ساتي

په پرمختګونو نورى ټولنې جوړوي او کله چې دلرغوني ادب په ساتلو کې د فولکلور ونډه منو خپله دکلتور دواړه خواوې په هر اړخيزه مانا منلاى شو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*